ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جرمني : له افغانستانه وتل د سولې د مذاکراتو پايلو پورې دې مشروط شي

جرمني : له افغانستانه وتل د سولې د مذاکراتو پايلو پورې دې مشروط شي

author avatar
23 Mar 2021 - 21:41
جرمني : له افغانستانه وتل د سولې د مذاکراتو پايلو پورې دې مشروط شي
author avatar
23 Mar 2021 - 21:41

کابل (پژواک، ٣ ورى ١٤٠٠ ) د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس ويلي ، له  افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو مخکې له وخته وتل د طالبانو تاوتریخوالي ته زمینه برابروي او ددې لامل کېدای شي چې دغه ډله د پوځي لارو د واک د ترلاسه کولو هڅه وکړي.

نوموړي دغه څرګندونې نن د وري په ٣مه، د بلجيم په پلازمينه بروکسل کې د ناټو سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو د غونډې په څنډه کې خبريالانو ته کړې دي.

هغه زياته کړه، لازمه ده، چې له افغانستان څخه وتل د سولې د مذاکراتو پر نتیجو پورې مشروط اوسي.

ماس وویل: “موږ له افغانستان څخه د ټولو پوځیانو د مشروط وتلو غوښتونکي یو، خو هغه وتل چې د سولې مذاکراتو پورې اړوند وي او مهمه داده چې د سولې د مذاکراتو په بریالیتوب پورې مربوط وي.”

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې: “موږ له افغانستانه مخکې د وخته وتلو پلوي نه یو چې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي او د پوځي لارو د واک د ترلاسه کولو لپاره ددې ډلې د هڅو سره مل وي. موږ دلته (افغانستان کې) ستر مسولیت لرو.”

د امریکا او طالبانو د موافقې په اساس چې په دوحه کې لاس لیک شوې ټاکل شوې چې ټول امریکایي سرتیري د مۍ د میاشتې تر لومړۍ نیټې پورې له افغانستان څخه ووځي، که څه هم چې د امریکا ولسمشر جو بایډن ادارې ویلي چې دغه تصمیم باندې بیا غور کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن، ټینګار کړی دی چې د افغانستان د راتلونکې په هکله هر ډول تصمیم به د ناټو تړون سره په همغږی نیول کیږي.

Visits: 60

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.