کابل (پژواک) – د سعودي عربستان پر نفتي تاسیساتو د بریدونو او په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو له امله د پنجشنبې په ورځ د نفتو نړۍوالې بیې له دوو سلنو ډېرې لوړې شوې او د برنټ نفتو د یوه بېرل بیه له ۱۱۱ ډالرو واوښته.
د انادولو خبري اژانس د راپور له مخې، د سعودي عربستان د ارامکو شرکت د شیبه د نفتو پر ساحه د برید هڅې د انرژۍ د نړۍوالو اکمالاتو د احتمالي ګډوډېدو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
د راپور له مخې، نن د برنټ نفتو د یوه بېرل بیه ۲٫۴ سلنه لوړه شوې او ۱۱۱٫۴۰ ډالرو ته رسېدلې ده.
دغهراز، د امریکا د ویسټ ټکساس انټرمیډیټ (WTI) نفتو د یوه بېرل بیه ۲٫۲۲ سلنه لوړه شوې او ۹۹٫۳۰ ډالرو ته رسېدلې ده.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د چهارشنبې په ورځ (د اکټوبر ۲۱مه) د سعودي عربستان هوايي دفاعي سیسټم د ارامکو شرکت د شیبه د نفتو پر ساحې د برید په موخه یوه روانه بېپیلوټه الوتکه له منځه وړې چې د ټوټو د لوېدو له امله یې دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي؛ خو د نفتو د تولید چارې نه دي اغېزمنې شوې. دغه راز، د همدې ورځې په ماښام د دمام ښار پر ملک فهد نړیوال هوايي ډګر هم برید شوی چې د سعودي عربستان د ملکي هوايي چلند ادارې د معلوماتو له مخې، دوه کسان په کې وژل شوي او اته نور ټپیان دي.
انادولو لیکلي چې د دغو بریدونو له امله په منځني ختیځ کې د انرژۍ د تاسیساتو د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې او د نفتو بیې له مخکیني ټیټوالي وروسته بېرته لوړې شوې دي.
په راپور کې راغلي چې امریکا هم په سعودي عربستان کې د خپلو ډیپلوماتیکو استازولیو یو شمېر غیرضروري کارکوونکو او د هغوی د کورنیو غړو ته د وتلو امر کړی چې دې اقدام په سیمه کې د تاوتریخوالي په اړه اندېښنې نورې هم زیاتې کړې دي.
سرچینې لیکلي چې په روانه اونۍ کې د روسیې پر نفتي تاسیساتو د اوکراین پراخو بېپیلوټه بریدونو هم د انرژۍ د نړیوالو اکمالاتو په اړه ناڅرګندتیا زیاته کړې ده.
دغه بریدونه داسې مهال شوي چې مسکو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ د یوه تړون له مخې د ډیزلو د صادراتو د زیاتولو هڅې کوي.
خو سرچینه زیاتوي چې له منځني ختیځ څخه د خامو نفتو د صادراتو زیاتوالی ښايي د نفتو د بیو د لا لوړېدو مخه ونیسي؛ ځکه د سیمې صادرات د جګړې له پیل مخکې کچې ته د نږدې کېدو په حال کې دي.