کابل (پژواک) – د امریکا د نیویارک ښار په بروکلین سیمه کې د یوې درېپوړیزې ودانۍ یوې برخې نړېدو له امله لږ تر لږه دوه کسان مړه او تر ۱۲ ډېر نور ټپیان شوي دي.
د الجزیرې د راپور له مخې، دغه پېښه پرون (د نومبر ۱۱مه) د بروکلین په فلېټبوش سیمه کې شوې او د هغو کسانو د موندلو لپاره د لټون او ژغورنې عملیات لا هم روان دي چې ښايي تر خاورو او خځلو لاندې بند پاتې وي.
د نیویارک د اوروژنې ادارې د معلوماتو له مخې، د څلورو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی، د ۱۲ نورو وضعیت د ډاډ وړ دی او یو اوروژونکی هم لږ ټپي شوی دی.
ځايي چارواکو ویلي چې دغه درېپوړیزه ودانۍ د څنګ پر یوه ساختماني ساحه ور نړېدلې او یو شمېر اوسېدونکي او ساختماني کارګران تر خاورو او خځلو لاندې بند پاتې شوي دي.
د نیویارک ښاروال زهران ممداني ویلي چې د ژغورنې ډلې د لومړني بېړني تماس له ترلاسه کېدو یوازې یوه دقیقه وروسته د پېښې ځای ته رسېدلې او د ژغورنې عملیات یې پیل کړي دي.
بلخوا، د نیویارک د اوروژنې ادارې کمېشنرې لیلیان بونسینیور ویلي چې د نړېدلې ودانۍ د پاتې شونو د خوځېدو د خطر له امله د ژغورنې عملیات پېچلي او وختنیوونکي دي.
هغې زیاته کړې چې د ودانۍ د نړېدو اصلي لامل تر اوسه نه دی روښانه شوی او په دې اړه څېړنې روانې دي.
د نیویارک چارواکو له خلکو غوښتي چې د پېښې سیمې ته له تګ راتګه ډډه وکړي، څو د ژغورنې عملیات له خنډ پرته دوام ومومي.











