منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۲۹ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۷° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

“د امریکا پور ورکوونکې ادارې د قزاقستان د کان‌کیندنې هغه پروژه نه تمویلوي چې د ټرمپ زامن په کې ونډه لري”

· ۳ دقیقې لوستل

کابل (پژواک)- یوه امریکایي چارواکي او له موضوع یوې باخبرې سرچینې ویلي چې د امریکا دولتي پور ورکوونکې ادارې په قزاقستان کې د کان‌کیندنې یوې پروژې ته د ۱،۶ میلیارد ډالرو تمویل د منظورولو پلان نه لري؛ هغه پروژه چې یو وخت د مهمو معدني موادو د اکمالاتي ځنځیرونو د خوندي کولو لپاره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هڅو یوه مهمه برخه بلل کېده.

د رویټرز د راپور له مخې، دغه پروژه په قزاقستان کې د ټنګسټن د یوې لویې زېرمې د استخراج او پراختیا لپاره جوړه شوې چې ټاکل شوې وه د «کوف کپېټل» په نوم د کانونو د پانګونې امریکایي شرکت یې د قزاقستان له دولتي کان‌کیندنې شرکت «تاوکېن سامروک» سره په ګډه پر مخ یوسي.

ټنګسټن یو کلک او د لوړې تودوخې پر وړاندې مقاومت لرونکی فلز دی چې په دفاعي صنعت، الوتکو او بېلابېلو صنعتي وسایلو کې کارول کېږي.

د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا د صادراتو او وارداتو بانک (اېکسیم) او د امریکا د نړیوالې پراختیا مالي اداره (ډي‌اېف‌سي) د ټنګسټن د استخراج د دغې پروژې د تمویل پلان نه لري. دغو ادارو تېر کال له «کوف کاز کپېټل ګروپ» شرکت سره د یادې پروژې د احتمالي تمویل په اړه د لېوالتیا لیکونه صادر کړي وو.

بلومبرګ خبري اژانس د دوشنبې په ورځ لومړی راپور ورکړی و چې د امریکا دغه دوې ادارې به یاده پروژه تمویل نه کړي. د راپور له مخې په دې پروژه کې د ډونالډ ټرمپ زامن، اریک ټرمپ او ډونالډ ټرمپ جونیر، په غیرمستقیم ډول له یوې سلنې کمه ونډه لري.

دغه پروژه د ټرمپ ادارې د ۲۰۲۵ کال په نومبر میاشت کې اعلان کړې وه.

د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا د نړیوالې پراختیا مالي ادارې (ډي‌اېف‌سي) هغه مهال د لېوالتیا یو لیک صادر کړی و چې له مخې یې د پور ورکولو او د پروژې د پراختیا لپاره تر ۷۰۰ میلیون ډالرو پورې د تمویل امکانات ارزول کېدل. په ورته وخت کې د امریکا د صادراتو او وارداتو بانک (اېکسیم) هم د شاوخوا ۹۰۰ میلیون ډالرو تمویل ارزونه کوله.

د راپور له مخې، د امریکا د نړیوالې پراختیا مالي ادارې اجرائیوي مشر، بېن بلک، د روان کال په فبرورۍ میاشت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویلي وو چې دغه پروژه د یادې ادارې له اساسي موخو څخه د یوې څرګندونه کوي؛ یعنې د هغو اکمالاتي ځنځیرونو د خوندي کولو لپاره د خصوصي پانګې راجلبول چې د امریکا د اقتصادي ودې او امنیت لپاره تر ټولو ډېر اهمیت لري.

خو د سرچینې د معلوماتو له مخې، د ډي‌اېف‌سي یوه چارواکي د سه‌شنبې په ورځ تایید کړې چې د دغې پروژې لپاره د پور ورکولو بهیر به پر مخ ولاړ نه شي.

هغه څرګنده کړې چې د لېوالتیا لیکونه د پور ورکولو الزام‌آورې ژمنې نه دي او باید د ډي‌اېف‌سي له خوا د تمویل د برابرولو د قطعي ژمنې په معنا ونه ګڼل شي.

دغه چارواکي زیاته کړې: «دا پروژه د ډي‌اېف‌سي د څلور پړاویزې ارزونې او د مشتری د هویت او اړوندو معلوماتو د ارزونې (کې‌وای‌سي) له لومړي پړاو څخه نه ده وړاندې تللې او دغه اداره اوس‌مهال له یاد شرکت سره د مالي معاملې د ترسره کولو هڅه نه کوي.»

رویټرز د موضوع له یوې بلې باخبرې سرچینې په حواله لیکلي چې د امریکا د صادراتو او وارداتو بانک (اېکسیم) هم د قزاقستان د یادې پروژې د تمویل پلان نه تعقیبوي.