کابل (پژواک) – د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې هېواد یې غواړي له هغو هېوادونو تاوان واخلي چې د ایران پر وړاندې د جګړې پر مهال امریکا ترې «ساتنه» کړې ده.
د الجزیرې د راپور له مخې، ټرمپ د امریکا له «سيبياېس» ټلوېزیون سره په یوه مرکه کې ويلي ډاډمن دی چې دغه هېوادونه به د جګړې ټول لګښتونه امریکا ته ورکړي.
هغه ویلي: «موږ به ټولې هغه پیسې بېرته ترلاسه کړو چې د جګړې لپاره مو لګولې دي؛ هغوی به سل په سلو کې دا کار وکړي.»
ټرمپ د لومړي ځل لپاره اسرائیل هم په مشخص ډول یاد کړي چې باید د جګړې لګښتونه ورکړي. هغه ویلي: «که د امریکا پوځي مداخله او ملاتړ نه وای، اسرائیلو به اوس شتون نه درلود.»
نوموړي تر دې مخکې سعودي عربستان، متحده عربي امارات، قطر، بحرین او کویټ هم د هغو هېوادونو په توګه یاد کړي وو چې د امریکا د پوځي ملاتړ او ساتنې له لګښتونو باید خپله برخه ورکړي.
د الجزیرې د راپور له مخې، د امریکا د پوځ د معلوماتو پر بنسټ، د روان کال د اکټوبر تر نیمايي پورې د ایران پر وړاندې د جګړې لګښت ۴۷،۱ میلیارد ډالرو ته رسېدلی و.
خو د چتمهاوس په ګډون د بېلابېلو څېړنیزو بنسټونو شنونکي د ټرمپ څرګندونې تر ډېره سیاسي دریځ نیونه بولي او وايي، احتمال نه لري چې خلیجي متحدان یې په مستقیم ډول د جګړې د لګښتونو په ورکولو اړ شي.
دوی اټکل کوي چې واشنګټن ښايي په مستقیمه توګه د پیسو غوښتلو پر ځای له دغو هېوادونو د لا ډېرو پانګونو، د امریکايي وسلو د پېرلو او نورو اقتصادي امتیازونو غوښتنه وکړي.










