د بنګلهدېش ګوښه شوې لومړۍ وزیرې شیخ حسینې، چې له ۲۰۲۴ کال راهیسې په هند کې ژوند کوي، خپل هېواد ته د ستنېدو لپاره د نوي پاسپورټ غوښتنه کړې، خو د بنګلهدېش حکومت یې غوښتنه رد کړې ده.
رویټرز نن (دوشنبه) راپور ورکړی چې د حسینې وکیلانو په نوي ډیلي کې د بنګلهدېش سفارت ته د دغو اسنادو د ترلاسه کولو غوښتنلیک استولی دی.
حسینې ویلي چې غواړي د روان میلادي کال په ډسمبر کې بنګلهدېش ته ستنه شي او ځان محکمې ته وسپاري.
د بنګلهدېش د بهرنیو چارو وزارت مرستیال همایون کبیر ویلي چې حسینه له عدلي تعقیب څخه تښتېدلې ده او حکومت یې د هند او بنګلهدېش ترمنځ د استرداد تړون له مخې د سپارلو غوښتنه کوي.
د یادونې ده چې شیخ حسینه د ۲۰۲۴ کال د اګسټ په پنځمه، د محصلینو په مشرۍ د پراخو ولسي لاریونونو او د حکومت له لوري د هغوی د خونړي ځپلو په پایله کې له واکه لرې او هند ته ولاړه.
دغه لاریونونه په دولتي دندو کې د ونډې د ځانګړي کولو پر ضد پیل شوي وو، خو وروسته د حسینې د استعفا غوښتنې ته واوښتل.
نوموړې د ۲۰۲۵ کال د نومبر په ۱۷مه د بنګلهدېش د نړیوالو جرمونو محکمې له خوا د یادو لاریونونو د خونړي ځپلو په تړاو د بشریت ضد جرمونو په تور په غیاب کې د اعدام په سزا محکومه شوه، خو حسینې دغه تورونه رد کړي دي.










