کابل (پژواک) – د اوو سترو صنعتي هېوادونو (جي۷) د بهرنیو چارو وزیران نن د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د روسیې او اوکراین پر جګړې، د امریکا او ایران ترمنځ پر کړکېچ، په منځني ختیځ کې پر وروستیو تحولاتو او یو شمېر نورو نړیوالو ننګونو د خبرو لپاره سره راټول شوي دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه دوه ورځنۍ غونډه د فرانسې په کوربهتوب د امریکا، بریتانیا، جرمني، ایټالیا، کاناډا او جاپان د بهرنیو چارو وزیرانو او د اروپایي ټولنې د استازو په ګډون جوړېږي.
د راپور له مخې، د اوکراین جګړه د غونډې له مهمو موضوعاتو ده او د جي۷ غړي هېوادونه له اوکراین سره د پوځي، مالي او انرژۍ په برخو کې د مرستو پر دوام او د جګړې د پای ته رسولو لپاره پر ډیپلوماټیکو هڅو خبرې کوي.
دغه غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې ټاکل شوې د سهشنبې په ورځ د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبۍ کې د امریکا، روسیې او اوکراین د استازو ترمنځ خبرې وشي.
رویټرز د جي۷ ډلې د څلورو ډیپلوماټانو له قوله راپور ورکړی چې د پاریس غونډه به د واشنګټن متحدانو ته هم فرصت برابر کړي، څو د امریکا له منځمهاله ټاکنو وروسته د اوکراین جګړې، منځني ختیځ او له خپلو متحدانو سره د اړیکو په اړه د ډونالډ ټرمپ د ادارې دریځ وارزوي.
له بلې خوا، د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ، د منځني ختیځ امنیتي وضعیت او د انرژۍ د لېږد د لارو امنیت هم د غونډې له مهمو موضوعاتو بلل شوي دي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د اوکراین، سعودي عربستان، مصر، سوېلي کوریا او برازیل استازو ته یې هم د غونډې په ځینو برخو کې د ګډون بلنه ورکړې ده.
د جي۷ ډله له امریکا، بریتانیا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، کاناډا او جاپان څخه جوړه ده او فرانسه په ۲۰۲۶ کال کې د دې ډلې دورهیي مشري پر غاړه لري.










