منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۵۵ غ.م
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

چین کې د استوګنې یوه ودانۍ کې د اورلګېدنې له امله ۱۴ کسان مړه شوي

· ۱ دقیقه لوستل

کابل (پژواک) – د چین دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد په شمال کې د استوګنې په یوه ودانۍ کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۴ کسان مړه شوي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، دغه پېښه د یکشنبې ورځ (د نومبر ۸مه) د چین په شمال کې د شانشي ولایت په مرکزي تای‌یوان ښار کې د استوګنې په یوه ودانۍ کې رامنځته شوې ده.

د چین دولتي خبري اژانس شینهوا د دوشنبې ورځ (د نومبر ۹مه) ویلي چې په دې اورلګېدنه کې څوارلسو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

تر اوسه د اورلګېدنې د لامل، د ټپیانو د شمېر او د اوښتو مالي زیانونو په اړه جزئیات نه دي خپاره شوي.