کابل (پژواک) – ټاکل شوې د امریکا، روسیې او اوکراین د استازو ترمنځ د اوکراین جګړې د پای ته رسولو په موخه درېاړخیزې خبرې نن (سهشنبه) د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبۍ کې پیل شي.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، دغه خبرې به دوه ورځې دوام وکړي او د روان کال له فبرورۍ میاشتې راهیسې د دغو درېیو هېوادونو ترمنځ د خبرو لومړی پړاو دی.
د راپور له مخې، د روسیې او اوکراین لپاره امنیتي تضمینونه به د دغو خبرو له مهمو موضوعاتو څخه وي. امریکایي چارواکو ټینګار کړی چې د سولې هر ډول هوکړه باید د اروپا د امنیت پراخ چوکاټ هم په پام کې ونیسي.
خو تر اوسه په دغو خبرو کې د روسیې او اوکراین د پلاوو ترکیب نه دی روښانه شوی.
دا خبرې په داسې حال کې ترسره کېږي چې د مسکو او کییف ترمنځ د ځمکنۍ بشپړتیا، په ناټو سازمان کې د اوکراین د غړیتوب او پوځي محدودیتونو په اړه اختلافونه لا هم پر خپل ځای دي.
روسیه له اوکراینه غواړي چې له هغو څلورو سیمو خپل ځواکونه وباسي چې مسکو په ۲۰۲۲ کال کې له خپلې خاورې سره یوځای کړې دي؛ خو اوکراین دا غوښتنه ردوي او د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا پر ساتلو ټینګار کوي.
د یادونې ده، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د تېرې اونۍ د پنجشنبې په ورځ ویلي وو چې د جګړې د ژر پای ته رسولو لپاره باید خبرې چټکې شي او اوکراین د اړینو ګامونو پورته کولو ته چمتو دی.










