منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۰۲ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

فرانسه: پر سوپرمارکېټونو د تېرې میاشتې سایبري برید کې د ایران لاس و

· ۲ دقیقې لوستل

کابل (پژواک) – د رویټرز د راپور له مخې، د فرانسې چارواکو د ایران سپاه پاسداران ځواک د تېرې اکتوبر میاشتې د هغه سایبري برید مسوول بللی چې له امله یې په ټوله فرانسه کې په سوپرمارکېټونو کې د یخچالونو او فریزرونو سیسټمونه له کاره لوېدلي وو.

راپور کې د فرانسې د چارواکو له قوله راغلي: «د یادو بریدونو په تړاو له ایران سره حساب وشي.»

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نوئل بارو ویلي چې د ایران سفیر یې د دغو بریدونو په تړاو احضار کړی او خبرداری یې ورکړی چې اروپايي ټولنه ښايي پر ایران نور بندیزونه هم ولګوي.

د راپور له مخې، د اکتوبر په ۱۱مه سایبري بریدونو د فرانسې په سلګونو سوداګریزو مرکزونو او سوپرمارکېټونو کې د یخچالونو د تودوخې د کنټرول سیستمونه ګډوډ کړل. د ځینو یخچالونو تودوخه دومره لوړه شوې وه چې اور یې هم اخیستی و.

د دغو بریدونو له امله د سوپرمارکېټونو کارکوونکي اړ شوي چې خرابې شوې غوښې او ویلې شوې آیسکریم لرې کړي؛ د راپور له مخې، د دې زیانونو ټول لګښت ښايي لسګونو میلیونو یورو ته ورسېږي.

رویټرز لیکلي، روانه میاشت کې د سایبري بریدونو په دویمه څپه کې هم د اروپا له سلو څخه زیات سوداګریز مرکزونه اغېزمن شوي او په فرانسه کې یې د وینې د ساتلو ځینې یخچالونه هم اغېزمن کړي دي.

د راپور له مخې، د امریکا د پوځ په لږ تر لږه شپږو تدارکاتي پلورنځیو کې هم د اګست په میاشت کې یخچالونه له کاره لوېدلي وو. د امریکا دفاع وزارت دغه پېښه د احتمالي سایبري برید په توګه څېړي او ایران یې د شکمنو لورو په ډله کې ګڼلی، خو د فرانسې او اروپا له بریدونو سره یې د دغې پېښې تړاو لا نه دی تایید شوی.