کابل (پژواک) – د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ منلې چې د کډوالو د ایستلو په برخه کې یې پالیسي «له حده ډېره» سخته وه، د رایهورکوونکو د «ناراضایتۍ» لامل شوه او منځمهالو ټاکنو کې یې د جمهوريغوښتونکو ګوند پر پایلو منفي اغېز کړی دی.
د الجزیرې د راپور له مخې، ټرمپ د امریکا له سيبياېس ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي: «فکر کوم ښايي د کډوالو د ایستلو سیاست مې تر حده ډېر سختګیرانه و.»
ټرمپ همدارنګه ویلي چې ښايي له هغه نوي کانګرس سره چې د ډیموکراتانو تر کنټرول لاندې به وي، د کډوالۍ په اړه یوې هوکړې ته ورسېږي. هغه زیاته کړې چې هوکړې له مخې به مجرم کډوال له امریکا وایستل شي، خو هغو «ښو خلکو» ته به د پاتې کېدو اجازه ورکړل شي چې په دغه هېواد کې یې ژوند او کار کړی او مالیه یې ورکړې ده.
ټرمپ د خپل انتخاباتي کمپاین پر مهال د کډوالۍ په برخه کې د سختو اقداماتو ژمنه کړې وه. وروسته د هغه حکومت د امریکا په بېلابېلو ښارونو کې د کډوالو د نیولو او ایستلو پراخ عملیات پیل کړل چې له امله یې د نیونو شمېر ډېر شو او پراخ لاریونونه یې راوپارول.
د راپور له مخې، د دغو عملیاتو پر ضد د اعتراضونو پر مهال د امریکا دوه وګړي، رېني ګوډ او الکس پرېټي، د فدرالي مامورینو له خوا وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ په دې وروستیو کې د کډوالۍ د جنجالي تګلارو اصلي طراح سټیفن مېلر د سپینې ماڼۍ د دفتر د مشر په توګه ټاکلی دی.
د امریکا په سنا کې د ډیموکراتانو مشر چک شومر د ټرمپ پر دې ټاکنه نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د سپینې ماڼۍ د دفتر د رییس په توګه د کډوالۍ د سختګیرانه تګلارو د طراح ټاکل د تګلارې اصلاح نه، بلکې هغه ته د لوړې دندې ورکول دي.
دیموکراتانو ویلي چې په نوي کانګرس کې به د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې (ICE) او د کورني امنیت وزارت پر فعالیتونو څارنه د دوی له لومړیتوبونو څخه وي.










