منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۳ غ.م
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

ټرمپ له ایران سره جګړه له پوځي پلوه پای ته رسېدلې بللې؛ رضايي یې ردوي

· ۲ دقیقې لوستل

کابل (پژواک) – د امریکا ولسمشر له ایران سره جګړه له پوځي پلوه په عملي توګه «پای ته رسېدلې» بللې او د اوسني وضعیت د ساتلو خبره یې کړې ده؛ خو د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي محسن رضايي د نوموړي څرګندونې رد کړې او د مذاکراتو په اړه یې د واشنګټن ادعاوې «جعلي خبرونه» بللي دي.

د الجزیرې د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون (دوشنبه) په واشنګټن کې د قطر له لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم ال ثاني سره تر لیدنې وروسته ویلي، امریکا د ایران د ګاونډیو هېوادونو په غوښتنه اوسنی وضعیت ساتي.

هغه ادعا کړې: «د ایران جګړه له پوځي پلوه په عملي توګه پای ته رسېدلې ده.»

ټرمپ زیاته کړې چې امریکا به د ایران پر بندرونو سمندري محاصره روانه ساتي.

نوموړي ویلي، قطر، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، بحرین، کوېټ او ځیني نور هېوادونه د اوسني وضعیت د ساتلو غوښتنه کوي.

د راپور له مخې، ټرمپ همدارنګه ویلي چې په اوس وخت کې پوځي اقدام اړین نه ښکاري؛ خو امریکايي ځواکونه د هر ډول احتمالي بدلون لپاره چمتو دي.

بلخوا، د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي محسن رضايي د ټرمپ څرګندونې رد کړې او د مذاکراتو په اړه یې د امریکا ادعاوې «جعلي خبرونه» بللي دي.

همدارنګه، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي چې د دغه هېواد مشر مجتبی خامنه‌يي د «نه جګړې او نه سولې» د اوسني وضعیت د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.

د راپور له مخې، پزشکیان زیاته کړې چې ایران د مذاکراتو دوام ته چمتو دی؛ خو د زور او فشار پر وړاندې به تسلیم نه شي.