منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۵۰ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

غزه کې د بې‌ځایه شویو پر خېمو د خاورو غونډۍ راپرېوتې؛ پنځه کسان مړه شوي

· ۳ دقیقې لوستل

کابل (پژواک، ۱۸ لړم ۱۴۰۵): د غزې په مرکزي برخه کې د سختو ورښتونو له امله د شګو او خاورو یوه غونډۍ د بې‌ځایه شویو فلسطینیانو پر خېمو راپرېوتې او له امله یې پنځه کسان مړه شوي؛ فلسطیني چارواکو غزې ته د سرپناه د اړینو توکو پر ننوتلو د اسرائیلو محدودیتونه او په دې اړه د د نړیوالې ټولنې اقدام نه کول غندلي دي.

الجزیرې نن (دوشنبه) راپور ورکړی چې دغه پېښه د غزې په مرکزي برخه، دیرالبلح سیمه کې شوې او دوه کسان لا هم نادرکه دي.

د راپور له مخې، له سختو ورښتونو وروسته د شګو او خاورو یوه غونډۍ د بې‌ځایه شویو فلسطینیانو پر خېمو راپرېوتې ده.

الجزیرې د یوې ښځې او څلورو ماشومانو د مړینې خبر ورکړی، خو د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د دوو ښځو او درېیو ماشومانو مړینه تایید کړې ده.

د غزې د ملکي دفاع ادارې ویاند محمود بصل ویلي چې د ژغورنې ډلې د نادرکه کسانو د موندلو هڅې کوي.

د راپور له مخې، غزې ته د ژغورنې د ځانګړو وسایلو پر ننوتلو د محدودیتونو له امله ځايي اوسېدونکي اړ شوي چې تر خاورو لاندې د پاتې کسانو د راایستلو لپاره په خپلو لاسونو کیندنې وکړي.

بلخوا، د غزې د حکومت رسنیز دفتر په یوه اعلامیه کې د نړیوالې ټولنې پر بې‌غورۍ او نه اقدام نیوکه کړې ده.

دغه دفتر ویلي چې د سرپناه د اړینو توکو، ودانیزو موادو، ګرځنده استوګنځایونو، سون‌توکو او د ژغورنې د وسایلو پر ننوتلو د اسرائیلو محدودیتونو د بې‌ځایه شویو فلسطینیانو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

یاد دفتر اسرائیل، امریکا او نړیواله ټولنه د غزې د روان بشري ناورین مسوول بللي او ویلي یې دي چې د اړینو مرستو د رسېدو پر وړاندې د خنډونو په اړه د نړیوالې ټولنې چوپتیا د فلسطینیانو کړاوونه زیات کړي دي.

د غزې د حکومت رسنیز دفتر دغه راز د سولې بورډ او د غزې د ادارې ملي کمېټې پر نه اقدام نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دغو بنسټونو د فلسطینیانو د ستونزو د هواري لپاره خپل مسوولیتونه نه دي ترسره کړي.

د راپور له مخې، وروستیو سختو ورښتونو په غزه کې شاوخوا ۷۰ زره خېمې اوبو لاندې کړي او زرګونه بې‌ځایه شوې کورنۍ یې له سختو ستونزو سره مخ کړې دي.

د ماشومانو د ژغورنې سازمان (Save the Children) ویلي چې په غزه کې تر نیم میلیون ډېر ماشومان د سرپناه له پلوه په ډېر ناوړه وضعیت کې ژوند کوي.

دغه سازمان زیاته کړې چې د اوربند له هوکړې سره سره، اسرائیلي چارواکو غزې ته د ګرځنده استوګنځایونو د ننوتلو مخه نیولې او په دې توګه سلګونه زره ماشومان د ژمي له سختو شرایطو سره مخ دي.

بلخوا، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د نومبر نهمې په راپور کې ویلي چې د سختو ورښتونو له امله د نومبر تر اتمې د څه باندې ۲۶ زره کورنیو د سرپناه او نورو توکو د زیانمنېدو راپورونه ترلاسه شوي دي.

دغه دفتر ویلي چې له غزې بهر څه باندې ۱۵۰ زره خېمې د لېږد لپاره چمتو دي، خو د مرستو د رسولو لپاره اضافي مالي ملاتړ او د اسرائیلو اجازې ته اړتیا ده.