کابل (پژواک) ـ د خلیج د همکارۍ شورا غړو هېوادونو پرېکړه کړې چې په کوېټ کې د خپلې ګډې پوځي قوماندانۍ یوه پرمختللې قومانداني جوړه او ورته لازم ځواکونه ځانګړي کړي.
د خلیج د همکارۍ شورا د رسمي اعلامیې له مخې، دغه پرېکړه نن (سهشنبه) د بحرین په پلازمېنه منامه کې د شورا د ګډ دفاعي مجلس په ۲۳مه غونډه کې وشوه.
د یادې شورا عمومي منشي جاسم محمد البدیوي ویلي چې د غړو هېوادونو ترمنځ د ګډو پوځي همکاریو پیاوړتیا او د امنیتي ګواښونو پر وړاندې د دفاعي وړتیاوو لوړول د شورا له مهمو موخو دي.
هغه د سیمې وروستیو امنیتي تحولاتو ته په اشارې ویلي چې د غړو هېوادونو ترمنځ پوځي همغږي او همکاري د ګډ امنیت او ثبات لپاره اړینه ده.
د خلیج د همکارۍ شورا په رسمي اعلامیه کې کوېټ ته د ځانګړي کېدونکو ځواکونو شمېر او د نوې قوماندانۍ د فعالیت د پیل نېټه نه ده څرګنده شوې.
د یادونې ده، د خلیج د همکارۍ شورا شپږ غړي هېوادونه سعودي عربستان، متحده عربي امارات، قطر، کوېټ، بحرین او عمان دي. د دغو هېوادونو د ګډې پوځي قوماندانۍ مرکزي دفتر د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې دی.










