منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۰۴ غ.و
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

هګسېټ د هغه د استیضاح هڅه «سیاسي ننداره» بللې

· ۲ دقیقې لوستل

کابل (پژواک) – د امریکا د دفاع وزیر پیټ هګسېټ د هغه د استیضاح هڅه «سیاسي ننداره» او پر «شخصي کینه او ځان‌غوښتنې» ولاړه بللې او ویلي یې دي چې دغه اقدام په جګړه‌ییزو سیمو کې مېشت امریکايي پوځیان کمزوري کوي.

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې هګسېټ د سې‌شنبې په ورځ له شپږو میاشتو وروسته د لومړي ځل لپاره په پنټاګون کې یوې خبري غونډې ته خبرې وکړې او د امریکا د پوځ د رهبرۍ په اړه یې د خپل فعالیت دفاع وکړه.

هغه د کانګرس د استازو جرګې جمهوري‌غوښتونکی غړی توماس مسي تورن کړی چې د سیاسي تګلارو په اړه د اختلاف له امله یې د ده د لرې کولو هڅه کړې ده.

مسي د دوشنبې په ورځ د هګسېټ د استیضاح طرحه د استازو جرګې ته وړاندې کړه. دغه طرحه تر ډېره د ایران پر وړاندې د جګړې د مدیریت په برخه کې د هګسېټ پر کړنو متمرکزه ده او د یمن او وینزویلا په اړه د امریکا پوځي عملیاتو کې د هغه رول هم پکې یاد شوی دی.

هګسېټ د هغه د استیضاح هڅه «سیاسي ننداره او د ځان‌غوښتنې او کینې له مخې رامنځته شوې شخصي اعلامیه» بللې او ویلي یې دي چې دغه اقدام د امریکا «دښمنانو» ته دا پیغام ورکوي چې دغه هېواد خپل پوځیان او ملکي مشران د قانوني پوځي عملیاتو د ترسره کولو له امله مجازات کوي.

 په ورته وخت کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هګسېټ د کړنو ملاتړ کړی او د دغه هېواد مرستیال ولسمشر جي‌ډي ونس هم د هغه د استیضاح هڅه «شرموونکې ننداره» بللې ده.

ټاکل شوې چې د امریکا د استازو جرګه د هګسېټ د استیضاح بهیر د پرمخ وړلو په اړه رایه‌اچونه وکړي؛ خو د دې بهیر پایله او راتلونکي پړاوونه یې لا روښانه نه دي.