کابل (پژواک) – د ایران د بهرنیو چارو وزارت د فرانسوي چارواکو هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې ایران په فرانسه کې په وروستیو سایبري فعالیتونو او بریدونو کې لاس لري.
د ایسنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د فرانسې دغه ادعاوې «بېاساسه او مغرضانه» بللي او غندلې یې دي.
په اعلامیه کې راغلي چې د ایران پر وړاندې د فرانسې د دغو ادعاوو موخه د ایران او سیمې په اړه د فرانسې د «ویجاړوونکو سیاستونو» په تړاو د خلکو د افکارو اړول دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ادعا کړې چې فرانسه د دغو تورونو په مطرح کولو سره غواړي چې د خپلې حکومتولۍ کمزورۍ، د خلکو د غوښتنو په پوره کولو کې ناتواني او د دولتي سیسټمونو نیمګړتیاوې پټې کړي.
په اعلامیه کې د فرانسې له چارواکو غوښتل شوي چې په نورو هېوادونو کې د لاسوهنې پر ځای خپلې بودجې د دغه هېواد د خلکو د ژوند او زدهکړو د ستونزو د حل لپاره ولګوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه خبرداری ورکړی چې هېواد به یې د خپلو ملي ګټو او امنیت د ساتنې لپاره د بهرنیو ناقانونه اقداماتو پر وړاندې د اړینو او مناسبو تدابیرو په نیولو کې هېڅ ډول ځنډ ونه کړي.









