کابل (پژواک) – د غزې روغتیايي چارواکي وایي، د غزې تړانګې په سوېل کې پر ناصر روغتون د اسرائیلو په هوايي برید کې د یوه ډاکټر په ګډون شپږو فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او لږ تر لږه ۲۰ نور ټپیان دي.
الجزیرې نن (پنجشنبه) راپور ورکړی چې دغه برید تېره شپه ناوخته د غزې د خانیونس ښار په لوېدیځ کې پر ناصر روغتیايي مرکز شوی دی.
د راپور له مخې، د برید له امله د روغتون د جراحۍ او د جدي مراقبت څانګو ته پراخ زیانونه اوښتي دي.
د ناصر روغتون مشر رائد الدهشان ویلي چې د اسرائیلو توغندی د روغتون له څو پوړونو تېر شوی او پراخه ویجاړي یې رامنځته کړې ده.
الجزیرې د خپلو خبریالانو په حواله لیکلي په هغو کسانو کې چې په یاد برید کې یې ژوند بایللی د رزق ابو شعیره په نوم یو جراح ډاکټر هم شامل دی.
د راپور له مخې، د برید ډېری قربانیان ناروغان وو او په هغوی کې داسې کسان هم شامل وو چې ټاکل شوې وه په بله ورځ یې عملیات ترسره شي.
سرچینه زیاتوي چې ناصر روغتون د غزې له لویو روغتونونو څخه دی او د خانیونس یوازینی پاتې فعال روغتون دی چې د غزې په سوېل کې لږ تر لږه ۵۰۰ زره کسانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.
د راپور له مخې، اسرائیلي پوځ ادعا کړې چې په دغه برید کې یې د حماس یو قوماندان په نښه کړی، خو حماس دغه ادعا رد کړې او پر روغتون یې برید جنګي جنایت بللی دی.
حماس له منځګړو هېوادونو او د امریکا له حکومته غوښتي چې د اسرائیلو د بریدونو د مخنیوي او د اوربند د عملي کېدو لپاره اقدام وکړي.
الجزیرې لیکلي چې د ناصر روغتون له برید مخکې هم د چهارشنبې په ورځ د غزې په بېلابېلو سیمو کې د اسرائیلو په بریدونو کې اووه نورو فلسطینیانو هم ژوند له لاسه ورکړی و.










