منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۱۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۴۸ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

وال‌سټرېټ ژورنال: جي‌ډي ونس له رضايي سره د مخامخ خبرو احتمال څېړي

· ۳ دقیقې لوستل

کابل (پژواک، ۲۰ لړم ۱۴۰۵): وال‌سټرېټ ژورنال راپور ورکړی چې د امریکا د ولسمشر مرستیال جي‌ډي ونس له ایران سره د مذاکراتو د مخکښ مذاکره کوونکي په توګه د راڅرګندېدو په حال کې دی او د ایران د ملي امنیت عالي شورا له منشي محسن رضايي سره د مخامخ خبرو احتمال څېړي.

د دغه ورځپاڼې د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې وروستیو کې خپلو لوړپوړو سلاکارانو او نورو لورو ته ویلي چې د ونس له لارې له ایران سره د خبرو اترو له بیا پیل سره موافق دی او هغه ته یې د مذاکراتو واک ورکړی دی. خو امریکايي چارواکو ټینګار کړی چې له ایراني چارواکو سره د ونس د مستقیمې لیدنې په اړه بحثونه لا په لومړنیو پړاوونو کې دي.

په راپور کې راغلي چې ونس د اکتوبر په میاشت کې د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي محسن رضايي ته یو لیک لېږلی او د لیدنې غوښتنه یې ترې کړې ده. تر اوسه د دې لیدنې لپاره کومه نېټه نه ده ټاکل شوې، خو دواړه هېوادونه د منځګړو او متحدینو له لارې د راتلونکو ګامونو په اړه خبرې کوي.

د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې د ایران غوښتنې «په بشپړه توګه غیرواقعي» دي او که تهران په خپلو غوښتنو کې بدلون راولي، واشنګټن به د ډیپلوماسۍ لپاره چمتو وي.

یادې ورځپاڼې لیکلي چې ایراني چارواکي د نوو مذاکراتو د پیل لپاره د امریکا د سمندري محاصرې پای ته رسول، د ایران د کنګل شویو شتمنیو ازادول او د دغه هېواد پر نفتو د بندیزونو پای ته رسول د خپلو مخکینیو شرطونو په توګه مطرح کوي.

د راپور له مخې، منځګړو د دواړو لورو ترمنځ د باور رامنځته کولو لپاره وړاندیز کړی چې امریکا دې خپلې الوتکې وړونکې بېړۍ له سیمې لرې کړي څو د لویو بریدونو خطر کم شي او د ایران پر بندرونو دې محدودیتونه نرم کړي. په بدل کې به ایران د هرمز تنګي له لارې د ۲۵ تېل‌وړونکو بېړیو تېرېدو ته اجازه ورکړي.

وال‌سټرېټ ژورنال لیکلي چې د قطر لومړي وزیر د دوشنبې په ورځ له ونس سره لیدلي او وروسته بیا دواړو له ټرمپ او د سپینې ماڼۍ له نورو چارواکو سره کتلي دي. د راپور له مخې، دوحه د راتلونکو مذاکراتو لپاره د احتمالي ځای په توګه مطرح شوې ده.

په راپور کې د ایراني ډیپلوماټانو له قوله راغلي چې هغوی د یوې هوکړې د ژر ترلاسه کېدو په اړه شک لري او اندېښنه لري چې ټرمپ ښايي د خپلې پخوانۍ جګړه‌ییزې پرېکړې د توجیې لپاره یو ځل بیا پر ایران برید وکړي.

ورځپاڼې زیاته کړې چې د ایران د سپاه پاسداران قوماندان احمد وحیدي ښايي د رضايي په پرتله ډېر نفوذ ولري او له امریکا سره د هر ډول خبرو اترو مخه ونیسي. رضايي هم په دې وروستیو کې د احتمالي لیدنې په اړه د خبرو په غبرګون کې مذاکرات «خیالي خبرې» بللې او ټینګار یې کړی چې ایران به «حتی د غني شوو اټومي موادو یوه ذره هم له هېواده ونه باسي.»

د راپور له مخې، ونس د روان کال په جون میاشت کې هم په سویس کې له ایران سره د سولې د خبرو هڅه کړې وه چې په پایله کې یې جګړه ودرېده او د هوکړې یو یادښت لاسلیک شو؛ خو ایران په خپل اټومي پروګرام کې د محدودیتونو یا د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د تګ راتګ په اړه د کنټرول پرېښودو ژمنه ونه کړه.