کابل (پژواک) – د امریکا په منځګړیتوب په ابوظبۍ کې د روسیې او اوکراین ترمنځ له دوه ورځنیو خبرو وروسته، دواړو هېوادونو د جګړې د بندیانو پر پراخې تبادلې هوکړه کړې، خو د جګړې د پای ته رسولو په برخه کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.
اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس نن (چهارشنبه) راپور ورکړی چې د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبۍ کې د روسیې او اوکراین د پلاوو ترمنځ دوه ورځنۍ خبرې د امریکا په منځګړیتوب پای ته رسېدلې دي.
د راپور له مخې، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ زوم او ځانګړي استازي جېرډ کوشنر د خبرو له پای ته رسېدو وروسته ویلي چې دواړو لورو د جګړې د بندیانو پر پراخې تبادلې هوکړه کړې او د خوشې کېدونکو بندیانو شمېر به سبا (پنجشنبه) وروستی شي.
د روسیې د پلاوي مشر ولادیمیر مېډینسکي او د اوکراین د پلاوي مشر رستم عمروف هم د بندیانو د تبادلې هوکړه تایید کړې، خو مېډینسکي ویلي چې د هوکړې مشخص جزئیات به وروسته اعلان شي.
د راپور له مخې، دا له نهو میاشتو وروسته د روسیې او اوکراین د پلاوو ترمنځ لومړۍ مخامخ ناسته وه. دواړو هېوادونو تر دې وړاندې هم د جګړې بندیان تبادله کړي، خو د سولې د هوکړې پر شرایطو یې اختلافونه لا هم پر خپل ځای دي.
اسوشېټېډ پرېس لیکلي چې په دغو خبرو کې له جګړې وروسته امنیتي ضمانتونه، د روسیې تر ولکې لاندې د اوکراین د سیمو برخلیک او د سولې په احتمالي هوکړه کې د اروپایي هېوادونو ونډه له مهمو موضوعاتو څخه وو.
کوشنر ویلي چې دی او د امریکا بل ځانګړی استازی سټیف وېټکاف به د پنجشنبې په ورځ مسکو ته ولاړ شي او د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره به وګوري.
د هغه په وینا، له دې لیدنې وروسته به دواړه استازي د ایرلنډ پلازمېنې ډوبلین ته سفر وکړي او هلته به د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي سره خبرې وکړي.
د راپور له مخې، روسیې د ابوظبۍ په درې اړخیزو خبرو کې د اروپایي هېوادونو د استازو له ګډون سره مخالفت کړی و.
د اوکراین د پلاوي مشر رستم عمروف ویلي چې ټاکل شوې د دوی پلاوی د اروپایي حکومتونو، اروپایي ټولنې او ناټو له هغو استازو سره هم وګوري چې په ابوظبۍ کې حضور لري، خو په درې اړخیزو خبرو کې یې ګډون نه و کړی.
کوشنر ویلي چې له پوتین سره د راتلونکې لیدنې یوه موخه د سولې په خبرو کې د اروپایي هېوادونو د ګډون لپاره د زمینې برابرول دي.
نوموړي د دواړو لورو ترمنځ د باور نشتوالي ته په اشارې ویلي چې له دومره اوږدې جګړې وروسته بېباوري د تمې وړ ده.
دا په داسې حال کې ده چې روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ میاشت کې پر اوکراین پراخ پوځي برید پیل کړ او له نږدې پنځو کلونو راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه روانه ده.










