کابل (پژواک، ۲۱ لړم ۱۴۰۵): د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین اروپايي هېوادونو ته ویلي چې د سولې او یا هم اوکراین کې د جګړې په تړاو خپل دریځ روښانه کړي او خبرداری یې ورکړی چې اوکراین د لوېدیځو هېوادونو له لوري د ځواکونو استول به د جګړې د لا پراخېدو لامل شي.
رویټرز راپور ورکړی چې پوتین دغه څرګندونې د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي سټیو ویتکاف او د هغه له زوم جرد کوشنر سره په مسکو کې د لیدنې پر مهال کړې دي.
د راپور له مخې، پوتین ویلي چې روسیه له اروپايي ټولنې سره د اوکراین په اړه خبرو اترو ته تل چمتو وه او دغه خبرې یې نه دي پرې کړې، بلکې اروپایانو له روسیې سره خبرې درولې دي.
هغه زیاته کړې: «موږ هېڅکله له اروپا سره د خبرو اترو مخالفت نه دی کړی او نه مو دغه خبرې ورسره پرې کړې دي؛ دا اروپایان وو چې له روسیې سره یې خبرې پرې کړې.»
پوتین له امریکايي استازو غوښتي چې له خپلو اروپايي متحدینو سره کار وکړي، څو هغوی روښانه کړي چې په اوکراین کې سوله غواړي او که جګړه.
نوموړي خبرداری ورکړی چې د سولې هوکړې له ترلاسه کېدو وروسته اوکراین ته د غربي هېوادونو د ځواکونو استول به د جګړې د لا پراخېدو لامل شي؛ ځکه روسیه به دا اقدام د خپل امنیت پر وړاندې ګواښ وبولي.
په ورته وخت کې، د امریکا استازي سټیو ویتکاف ویلي چې اروپايي استازي به د اوکراین د سولې خبرو په راتلونکي پړاو کې ګډون وکړي. هغه دغه ګډون مهم بللی او ویلي یې دي چې اروپا د امریکا شریکه ده.
د راپور له مخې، همدارنګه د روانې اونۍ په پیل کې په ابوظبۍ کې د روسیې، اوکراین او امریکا ترمنځ د سولې د خبرو پر مهال د جګړې د اسیرانو د لویې تبادلې هوکړه شوې او تمه ده چې په راتلونکو اونیو کې ترسره شي؛ خو د ځمکنۍ بشپړتیا په اړه اختلافات لا هم پر خپل ځای دي.
روسیه د اوکراین شاوخوا پنځمه برخه خاوره تر خپل کنټرول لاندې لري، خو کییف روسیې ته د دونباس سیمې د پاتې برخې له سپارلو سره مخالفت کوي.










