کابل (پژواک) – د یوې نړۍوالې سروې موندنې ښيي چې د وېزو د سختو محدودیتونو له امله په امریکا او بریتانیا کې د بهرنیو محصلینو شمېر کم شوی، خو د اسیا او اروپا په پوهنتونونو کې بیا د دغو محصلینو جذب زیات شوی دی.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې په دغه سروې کې د ۶۳ هېوادونو د ۴۳۷ پوهنتونونو معلومات او په دې اړه نظرونه راټول شوي چې له مخې یې، د برېتانیا په پوهنتونونو کې د لېسانس دورې د بهرنیو محصلینو شمېر د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۱۹ سلنه او په امریکا کې ۱۳ سلنه کم شوی دی.
د سروې له مخې، کاناډا او اسټرالیا هم د بهرنیو محصلینو په جذب کې د تقاضا له کمښت سره مخ شوي، خو د اسیا او اروپا پوهنتونونو د بهرنیو محصلینو په شمېر کې د زیاتوالي راپور ورکړی دی.
په راپور کې راغلي چې د وېزو محدودیتونه او د حکومتونو تګلارې د بهرنیو محصلینو د جذب پر وړاندې تر ټولو لوی خنډونه دي. د وېزو د غوښتنلیکونو د ارزونې ځنډ، سختې پلټنې او له فراغت وروسته د کار کولو په مقرراتو کې بدلونونه هغه لاملونه دي چې محصلین یې د خپلو تحصیلي پلانونو ځنډولو یا لغوه کولو ته اړ کړي دي.
د سروې موندنې ښيي چې په امریکا کې له درېیمې برخې ډېر تحصیلي بنسټونه تمه لري چې په راتلونکو کلونو کې به هم د بهرنیو محصلینو شمېر کم شي.
د راپور له مخې، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې پر بهرنیو محصلینو څارنه زیاته کړې، د ټولنیزو رسنیو د حسابونو پلټنه یې پراخه کړې، زرګونه وېزې یې لغوه کړې او په دغه هېواد کې د محصلینو د پاتې کېدو لپاره یې سخت مقررات وضع کړي دي.
په ورته وخت کې، برېتانیا هم د کډوالو د کمولو په موخه د محصلینو د وېزو شرایط سخت کړي، ډېری بهرنیو محصلینو ته یې له ځان سره د کورنۍ د غړو د بیولو اجازه محدوده کړې او پلان لري چې له فراغت وروسته په دغه هېواد کې د کار یا دندې لټولو لپاره د فارغانو د پاتې کېدو موده راکمه کړي.
د امریکا د نړۍوالو زدهکړو د ملاتړ غیرانتفاعي ادارې (نافسا) اجرائیوي مشرې فنتا آو ویلي چې د سروې پایلې ښيي، د هېوادونو ملي تګلارې د بهرنیو محصلینو پر هغو مهمو پرېکړو اغېز لري چې د زدهکړو، څېړنو او کار لپاره د یوه هېواد د ټاکلو په اړه یې کوي.
د یادونې ده، چې دا سروې د هالنډ مېشتې «سټډيپورټلز» پلاتفورم، د امریکا نافسا ادارې او د اکسفورډ پوهنتون د انګلیسي ژبې ازموینې له خوا د ۶۳ هېوادونو په ۴۳۷ پوهنتونونو کې ترسره شوې ده.










