منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۱۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۴۸ غ.و
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

په ایټالیا کې یو ځل بیا د بم‌اېښودنې ګواښونو له امله ښوونځي تخلیه شوي

· ۲ دقیقې لوستل

کابل (پژواک) – د ایټالیا په څو سیمو کې یو ځل بیا د بم‌اېښودنې د ګواښونو له امله ښوونځي تخلیه شوي او امنیتي پلټنې ترسره شوې دي؛ دا ځل د دغه هېواد د لومړۍ وزیرې دفتر ته هم د ګواښونو پیغامونه استول شوي دي.

د انادولو خبري اژانس د راپور له مخې، د ونتو، لیګوریا، اومبریا، لاتزیو او سیسلي سیمو یو شمېر ښوونځیو ته د پنجشنبې په ورځ ګواښوونکي برېښنالیکونه رسېدلي دي.

په راپور کې راغلي چې له ځینو ښوونځیو زده‌کوونکي او کارکوونکي ایستل شوي، خو په ځینو نورو کې د امنیتي پلټنو پر مهال زده‌کوونکي په خپلو ټولګیو کې پاتې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې یوه ورځ مخکې هم د ایټالیا شاوخوا شپږ زره ښوونځیو ته ورته ګواښونه لېږل شوي وو چې له امله یې د چهارشنبې په ورځ په پراخه کچه ښوونځي تخلیه شول.

د انادولو خبري اژانس د راپور له مخې، دغه ګواښونه د «میخایل اندروپوف» په نوم لاسلیک شوي وو؛ هغه ادعا کوي چې د «ولایت میزوژینیستان» په نوم د یوې روسیې پلوې ډلې مشري کوي.

په راپور کې راغلي چې د ایټالیا د لومړۍ وزیرې جورجیا مېلوني دفتر، چې په پالازو کیجي ودانۍ کې دی، هم د دغو نویو ګواښونو هدف و او په یوه پیغام کې ادعا شوې وه چې په دغه ودانۍ کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي دي.

خو د انادولو خبري اژانس په حواله، سرچینو ویلي چې چارواکو په یاده دولتي ودانۍ کې امنیتي پلټنې نه دي کړې، ځکه دغه ګواښ یې هم بې‌بنسټه بللی دی.

سرچینو زیاته کړې: «هېڅ داسې مشخصه نښه نشته چې وښيي دا ګواښ رښتینی دی.»