مزارشريف (پژواک، ۱۰ وری ۱۴۰۰): د بلخ والي محمد فرهاد عظيمي وايي چې د نوروز جشن امنيتي تدابيرو په بهير کې يې د داعش ډلې ۳۵ غړي نيولي چې غوښتل يې د جشن په مراسمو کې چاودنې او ځانمرګي بريدونه وکړي.
والي دغه څرګندونې د بلخ ولايت په مقام کې د نوروز جشن جوړوونکو ستاينغونډه کې وکړې او زياته يې کړه چې ډېری دغه داعشيان د پوهنتونونو محصلين او د کورسونو زده کوونکي دي.
هغه زياته کړه، نيول شوو داعشيانو پلان درلود څو د نوروز په ورځو کې چاودنې او ځانمرګي بريدونه وکړي.
په ورته مهال د بلخ والي وايي چې په مزار کې يې د نامسوولو وسله والو او امنيت ضد کړيو مخه هم نيولې ده.
هغه زياته کړه، ټول هغه ګروپونه يې پېژندلي چې د مزار امنيت خرابولو په لټه کې دي.
نوموړي وويل: ((يو شمېر هغه کسان چې نامشروع ګټې يې په خطر کې دي، هڅه کوي چې وضعيت کړکېچن کړي خو موږ خلکو ته ډاډ ورکوو چې هېڅوک د امنيت خرابوالي توانايي نه لري او ژمنه کوو چې د مزار خلکو ته ډاډمنه فضا رامنځته کړو.))
د بلخ ولايتي شورا رييس محمد افضل حديد هم په خپلو خبرو کې له امنيتي منسوبينو مننه وکړه چې د نوروز مراسم يې له کومې امنيتي پېښې پرته ترسره کړل.
هغه دغه راز پر مرکزي حکومت نيوکه وکړه چې سږ کال يې په مزارشریف کې د نوروز جشن او مراسمو لپاره ځانګړې پاملرنه نه درلوده.
حديد له خلکو وغوښتل چې خپل يووالی ټينګ کړي او هېواد له شته ستونزو وژغوري.
د بلخ امنيه قوماندان سيد معراج الدين سادات غونډې ته په خپلو لنډو خبرو کې وويل چې د مزارشريف د خلکو په مرسته يې په دغه ښار کې د امنيت ضد ډلو فعاليتونو مخه نيولې ده.
هغه زياته کړه چې پخوا د نامسوولو وسله والو وېره موجوده وه خو په وينا يې چې اوسمهال وضعيت بدلون کړی او ټول کنټرول د امنيتي منسوبينو په لاس کې دی.
د امنيه قوماندان په خبره، دوی به د خلکو په مرسته ډېر ژر وضعيت کې له دې هم ډېر ښه والی راولي.
Views: 45
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن