کندهار (پژواک، ۱۱ وری ۱۴۰۰): ملي امنيت په کندهار ولايت کې شپږ کسان چې له ايران او پاکستانه يې ماينونه را لېږدول نیولي دي.
بلخوا ځايي چارواکي وايي چې د کندهار په ژېړۍ او ارغنداب ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندهار امنیې قوماندانۍ ویاند لومړي څارن جمال ناصر بارکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، امنیتي ځواکونو د ژېړۍ ولسوالۍ په قاري سلیم دره کې عملیات کړي دي.
هغه زیاته کړه، په دغو عملیاتو کې د اسرار په نوم د یوه سرګروپ په ګډون ۹ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
هغه زیاته کړه، د وژل شوي سرګروپ جسد له یو شمېر وسلو او مهماتو سره د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلی دی.
دی وايي، امنیتي ځواکونو د کندهار په بېلابېلو ولسوالیو کې د وسله والو پر ضد عملیات ګړندي کړي او هغوی ته یې د مرګ ژوبلې اړولو ترڅنګ د هغوی ګڼ پلانونه هم شنډ کړي دي.
د ملي اردو ځواکونه هم د کندهار په ارغنداب او ژېړۍ ولسوالیو کې پر وسله والو د هدفي بریدونو خبر ورکوي.
د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند ډګرمن خواجه یحیي علوي پژواک خبري اژانس ته وویل، امنیتي ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ د دغه ولایت په ارغنداب او ژېړۍ کې بېلابېل هدفمند عملیات کړي چې په پایله کې يې ۲۹ وسله وال وژل شوي او ۸ نور ټپيان شوي دي.
د ملي امنیت صفر درې قطعه بیا په کندهار ښار کې د وسله والو د ۶ کسیزې ډلې د نیولو خبر ورکوي.
د دغه امنیتي ارګان یوې سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل، د صفر درې قطعې ځواکونو تېره شپه د کندهار ښار په بېلابېلو ناحیو کې د وسله والو طالبانو ۶ کسیزه ډله نیولې چې له پاکستان او ایران څخه یې چاودېدونکي توکي راوړل او ماینونه یې ورڅخه جوړول.
سرچینه زیاتوي، دغې ډلې د بوشکه يي ماینونو ترڅنګ نښلېدونکي/ چسپکي ماینونه جوړول او بیا یې په کندهار ښار کې دولتي اشخاصو، قومي مشرانو، مدني فعالانو او خبریالانو ته په لارو او یا د هغوی په موټرونو کې ځای پر ځای کول.
له نیول شوو کسانو څخه پلټنې پیل شوي دي.
Views: 431
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن