Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مزارشریف کې د برېښنایي تذکرو وېش یوه مرکز کارکوونکی وژل شوی

مزارشریف کې د برېښنایي تذکرو وېش یوه مرکز کارکوونکی وژل شوی

author avatar
22 Apr 2021 - 13:20
مزارشریف کې د برېښنایي تذکرو وېش یوه مرکز کارکوونکی وژل شوی
author avatar
22 Apr 2021 - 13:20

مزارشریف (پژواک، ٢ غويى ١٤٠٠): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د برېښنايي تذکرو وېش مرکز يو کارکوونکى وژل شوی دی.

د بلخ پولیسو مطبوعاتي مسوول عادل شاه د غويي په ٢مه پژواک ته وویل چې دغه پېښه تېره شپه د مزار ښار لسمې ناحیې په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړه چې دوه وسله وال د شپې په تیاره کې د برېښنایي تذکرو وېش مرکز کارکوونکي احمد ضیا کور ته ورغلي او نوموړی یې پر ډزو وژلی دی.

عادل وویل چې په دې پېښه کې د مقتول کورنۍ دوه ښځینه غړې ټپیانې شوې هم دي.

د بلخ پولیسو ویاند زیاته کړه، تر اوسه معلومه نه ده چې دغه پېښه جنایي ده او که ترهګریزه.

هغه وویل چې بریدګر له سیمې تښتېدلي او پولیسو د دې قضیې په تړاو پلټنې پیل کړې دي.

په بلخ کې د احصایې او معلوماتو ادارې مشر بشیر محمد هم پژواک ته وویل چې د برېښنایي تذکرو وېش دویم مرکز د بایومټریک یو کارمند یې وژل شوی دی.

تېره ورځ هم د بلخ پوهنتون امنیتي پوستې یو ګارد په ورته وسله وال برید کې وژل شوی و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.