Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

احمد علي: که فارياب کې د ختيځ یوکس د والي په توګه نه منل کېږي موږ هم ورته عمل کوو

جلال اباد (پژواک، ٤ غويى ١٤٠٠) : د ننګرهار د ولايتي شورا رييس ګواښ کړى چې که فارياب ولايت کې د ختيځ یوکس د والي په توګه نه منل کېږي، نو دوى به هم په ختيځو ولايتونو کې د نورو ولايتونو مسوولين ونه مني.

ولسمشر اشرف غني د سيمه ييزو ارګانونو ادارې په وړانديز حاجي محمد داوود لغمانی د فارياب د والي په توګه ټاکلی، خو له تېرو دوو ورځو راهيسې د فارياب ولايت اوسېدونکو د حکومت د دغې پرېکړې پر ضد لاريونونه کړي دي.

د جنبش ګوند مشر مارشال عبدالرشید دوستم هم په دې اړه کلک غبرګون ښودلى او مرکزي ادارې ته يې  ګواښ کړی چې ځان دې د فارياب له خلکو سره نه مخامخ کوي.

د ننګرهار د ولايتي شورا رييس احمد علي حضرت د غويي په ٤مه، په يوه خبرپاڼه کې له مرکزي ادارې څخه غوښتي چې د خپل حکم د پلي کېدو برخه کې د اشخاصو پروا ونه کړي او باید ژر تر ژره حاجي محمد داوود «لغمانی» فاریاب ولایت ته د والي په توګه ولېږي.

هغه زياته کړې: (( که د نه منلو خبره وي، بيا موږ هم په ختيځ کې د نورو ولایتونو خلک د مسوولینو په توګه نه منو!، موږ د افغانستان په کچه ناکام مسوولین منلي او زموږ د هغو کسانو مخالفت کېږي،چې په هر لحاظ د کار وړتيا او هېواد سره مينه لري.))

نوموړی وايي، که چېرې دولت د اشخاصو په خوله د والي په توګه د محمد داوود ګومارنه وځنډوي، بيا دې مرکزي اداره له ختيځ او په ځانګړي ډول له ننګرهار څخه د نورو ولایتونو متکرر ناکام مسوولین هم بېرته مرکز ته ور وغواړي .

ده ويلي: (( موږ ته تر هرڅه حيثيت لومړيتوب لري او دې برخه کې د چا پروا هم نه لرم. موږ د کار خلک لرو او کولی شو،چې وضعیت کنټرول کړو او که د زور خبره وي، بیا د هېواد په کچه له چا کم نه يو، بيا هیچا ته په دغه ولايت کې د دندې اجازه نه ورکوو. ))

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.