کابل (پژواک، ۲ تله ۱۴۰۵): د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار او د افغانستان د هوايي حریم د نقض او د هېواد پر یو شمېر ولایتونو د پاکستاني پوځ د هوايي بریدونو په اړه یې شدید او قاطع اعتراض څرګند کړ او احتجاج لیک یې ورته وسپاره.
یاد وزارت لیکي چې تېره شپه د پاکستاني پوځ له لوري د افغانستان پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه ترسره شوي، چې په پایله کې یې یو شمېر ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د افغانستان اسلامي امارت دغه بریدونه په کلکو ټکو غندلي او د افغانستان د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره نقض او د اسلامي، نړیوالو، بشري او د ګاونډیتوب له اصولو سره یې په ټکر کې بللي دي.
بهرنیو چارو وزارت لیکلي: “اسلامي امارت هغه بېبنسټه ادعاوې په کلکه ردوي چې د پاکستان د وروستیو امنیتي پېښو د توجیه لپاره د افغانستان خاوره د سرچینې په توګه مطرح کېږي او څرګندوي چې د دا ډول ادعاوو پر بنسټ د پوځي اقداماتو توجیه کول د واقعیتونو د تحریف، د عامه افکارو د مغشوشولو او د خپلو داخلي ناکامیو د پټولو هڅه ده، همدا راز د پاکستان پوځي رژیم هڅه کوي چې له سیمهییزو هېوادونو سره د شویو تعهداتو له عملي کولو څخه د تېښتې لپاره ځان په داسې اقداماتو کې بوخت وښيي چې د وضعیت د لا ترینګلتیا او د تشنج د زیاتېدو لامل کېږي.”
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار کړ