کابل (پژواک، ٤ غويى ١٤٠٠) : د سولې ولسي حرکت د "بهرنيان وځي؛ نور جنګ د څه لپاره؟" تر شعار لاندې د کابل په ګډون په ٢٥ ولايتونو کې کمپاين پيل کړ.
د دغه حرکت مشر اقبال خيبر د غويي په څلورمه، پژواک اژانس ته وويل چې د دغه کمپاين په پيل کې د استانبول د راتلونکې ناستې اړوند خبري کنفرانسونه او بحثونه ترسره کېږي.
هغه نن په کابل کې د حرکت له يو شمېر نورو غړو سره په يوه خبري کنفرانس کې وويل، چې له تېرو شلو کلونو راهيسې په افغانستان کې د نورو هېوادونو جګړه روانه ده، خو وينه په کې د افغانانو بهيږي.
د نوموړي په وينا، په دې شل کلنه جګړه کې د څو زرو بهرنيانو ترڅنګ سلګونه زرو افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې او ميلياردونه ډالر لګښتونه هم شوي دي.
خيبر وويل، اوس چې له افغانستان څخه د امريکا او ناټو ځواکونو د وتلو رسمي اعلان وشو، نو په افغانستان کې جګړه د څه لپاره روانه ده.
ده زياته کړه : (( د سولې حرکت له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو د هرکلي ترڅنګ له امريکا او نړيوالې ټولنې غواړي چې نور د جګړې پاى ته رسولو او تلپاتې سولې لپاره هم خپل مسووليت ادا کړي. ))
د سولې ولسي حرکت يو پرېکړه لیک هم خپور کړ، چې په کې له امريکا او نړيوالې ټولنې غوښتل شوي چې طالبان د خبرو مېز ته چمتو کړي، دغه راز دوى غوښتنه کړې چې د استانبول ناسته کې دې د دواړو لوريو مهم مشران ګډون وکړي.
بلخوا بلخ ولايت کې يو شمېر خلکو د يوه مدني حرکت پر مهال له حکومت او طالبانو د سولې او اوربند غوښتنه وکړه.
دغه پروګرام چې مزارشريف ښار کې د سولې ولسي حرکت له خوا جوړ شوی و، چې ګډونوالو يې روانه جګړه افغان وژنه وبلله.
د سولې غوښتنې دغه حرکت هم مهاله د هېواد په ۲۵ ولايتونو کې پيل شو.
د شمال د خلکو عنعنوي اصلاحي جرګې مشر حسين خان اسحاقزي پروګرام ته په خپلې وينا کې وويل چې افغانان بايد د تېرو ترخو تجربو د تکرار مخه ونيسي.
نوموړي زياته کړه، حکومت او طالبان بايد له روان فرصت څخه سالمه ګټه واخلي او ثبات ته د رسېدو لپاره دې مذاکره ګړندۍ کړي.
د اسحاقزي په خبره، که حکومت او طالبان د سولې روانې پروسې په تړاو مسوولانه چلند ونه کړي؛ نو دا امکان ډېر شته چې روان بهير له خنډ او ځنډ سره مخ شي.
هغه همدا راز له طالبانو وغوښتل چې اوربند ته دې غاړه کېږدي.
د بلخ ولايت ټولنيز فعال غلام رسول ملکزي په خپلو خبرو کې وويل چې د افغانستان ګاونډيان هڅه کوي څو دغه هېواد يو ځل بيا کورني تاوتريخوالي ته ستون شي.
هغه پر افغان حکومت، سياستوالو او طالبانو غږ وکړ چې د سولې په مذاکراتو کې دې له انعطاف څخه کار واخلي او يو بل دې وزغمي.
ملکزي همدا راز وويل چې بهرني ځواکونه بايد په مسولانه ډول د افغانستان جګړه پای ته ورسوي.
د دغه مدني حرکت په پای کې د سولې ولسي حرکت له خوا يو پرېکړه ليک هم خپور شو چې په کې له حکومت او طالبانو د سولې او اوربند غوښتنه شوې ده.
په پرېکړه ليک کې راغلي چې له هېواده د بهرنيو ځواکونو د وتلو مهالوېش معلومېدو وروسته نور د جګړې لپاره هیڅ ډول پلمه نشته او غوښتنه يې کړې چې ښکېل اړخونه بايد روان تاوتريخوالی ژر تر ژره پای ته ورسوي
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP