کندهارښار (پژواک، ۱۶ غویی ۱۴۰۰): د مالیې وزارت د مطبوعاتو آمر نعمت روان نن غرمه په کندهار ښار کې په یوه هدفي برید کې ووژل شو.
پېښه د کندهار ښار د ۱۴مې امنیتي حوزې اړوند له شهید احمد ولي خان څلور لارې سره شوې ده.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند لومړي څارن جمال ناصر بارکزي د غويي په ١٦مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، وسله والو د طلوع ټلوېزون پر پخواني خبریال او د مالیې وزارت د مطبوعاتو پر آمر نعمت روان برید کړی او هغه یې وژلی دی.
دی زیاتوي، هغه په خپل موټر کې چې خپله یې چلاوه، یوازې روان و چې وسله والو ورباندې برید وکړ.
د ده په خبره، بریدګر تښتېدلي خو پولیسو په دې اړه پلټنې پيل کړې دي.
نعمت روان له تېرو څو ورځو راهیسې کندهار ته راغلی و.
نوموړی چې مخکې یې له طلوع ټلوېزون سره د خبریال په توګه کار کاوه، له تېرو دوو اوونیو راهیسې يې د مالیې وزارت د مطبوعاتو د آمر په توګه دنده پیل کړې وه.
وسله والو د دغې پېښې په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
Views: 47
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن