مزارشریف (پژواک،۱۶ غويی ١٤٠٠) : د بلخ ولایت په څلورو ولسوالیو کې د پوځي عملیاتو او جګړو له دوام سره هم مهاله خلک له دولتي ځواکونو او طالبانو غوښتنه کوي چې د ملکي وګړو خوندیتوب ته دې پاملرنه وکړي.
سیمه ییز چارواکي وایي چې لا هم د بلخ په شولګر، چمتال، چهاربولک او بلخ ولسوالیو کې چاڼیز عملیات روان دي.
د بلخ والي محمد فرهاد عظیمي وایي چې د دغو عملیاتو په پایله کې یو شمېر سیمې له طالبانو نیول شوي او همدا راز یې تلفات هم ور اړولي او د مزار _ شبرغان لویې لارې د امنیت خوندیتوب په موخه یې هڅې پیل کړې دي.
هغه چې په خپله یې له دغو ولسواليو څخه ليدنه کړې وايي: (( په شولګر ولسوالۍ کې مو یو شمېر سیمې تصفیه کړي، اوسمهال د مزار_ . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP