کابل (پژواک، ٢٠ غويى ١٤٠٠): د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون له ملګرو ملتونو غوښتي چې د کابل د دشت برچي د وروستۍ پېښې څېړلو لپاره د حقيقت موندې يو ټېم کابل ته ولېږي، څو له يوناما سره په ګډه څېړنې وکړي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د کابل د دشت برچي د وروستۍ چاودنې په غبرګون کې چې په ترڅ کې يې تر ١٥٠ زياتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، په غبرګون کې د بېړني اوربند غوښتنه کړې ده.
سرچينې زياته کړې: ((زموږ ډېرو په څېر دا ماشومان پلرونه او ميندې يې، په بې صبرۍ د اختر په انتظار وو، خو د اختر مېله هغه خوښي ده چې دا د ښوونځي نجونې به يې نوره تجربه نه شي کړای او دا مېله به د دې ميندو په شيندلي ذهن کې له دې وروسته مېله نه وي، ولې؟))
په خبرپاڼه کې راغلي، پرله پسې تاوتريخوالی، د ملکي خلکو مرګ ژوبله، د سولې په مذاکراتو کې د پرمختګ نشتوالي او وروستۍ بوږنوونکې وژنې ته په پام سره، د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسيون د جګړې پاى ته رسولو او اوربند لپاره د يو لړ بېړنيو اقداماتو غوښتنه کړې ده.
سرچينې زياته کړې، د بشر حقونو د بين المللي قانون له مخې، د افغانستان دولت د بين المللي بشرپالو قوانينو او د بين المللي بشري حقونو له مخې دنده لري چې د جنګي جنايتونو، د بشريت ضد جنايتونو او د قومي تصفيې يا نسل وژنې له خطر سره د مخ نفوس ساتنه وکړي او بين المللي قوانين دولت ته دنده سپاري چې د نسل وژنې او جنګي جنايت، د بشریت ضد جنايت او د قوميت او جنسيت پر بنسټ د ځورونو د پای ته رسولو او مخنيوي لپاره تدابير ونيسي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان حکومت بايد د مدني او سياسي حقونو له نړیوال ميثاق سره سم عمل وکړي. د افغانستان دولت بايد ژر تر ژره پر بشري حقونو ولاړه يوه ملاتړيزه طرحه د دشت برچي او د کابل د لوېديځو سيمو لپاره اماده او ابلاغ کړي. دا طرحه بايد د ټولو د خسارو د جبران لپاره پروگرامونه هم ولري.
د بشري حقونو خپلواک کمېسيون ويلي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوټيز بايد په دې اوونۍ کې د رهبرۍ ځانګړې ناسته جوړه کړي چې د اختر له لومړۍ ورځې وړاندې جوړه شي او بايد واضح اعلان کړي چې د ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان اړوند کوم عملي اقدام کوي، د افغانستان خلکو ته يې اعلان کړي. د دغو ماشومانو پر وژنو او د ملکي مرګ ژوبلې پر اندېښمنوونکې کچې بحث وکړي او تضمين کړي چې دا تاوتريخوالی بيا هېڅکله نه تکرارېږي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د ملګرو ملتونو يو متخصص او بشپړ خپلواک ټېم بايد د دې وژنو او نورو ټولو تاوتريخوالو اړوند د حقيقت موندنې د يو ماموريت ترسره کولو لپاره اقدام وکړي.
سرچينې زياته کړې، د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټريز بايد ژمن شي چې د ملګروملتونو سازمان د څيړونکو يو ټيم افغانستان ته وليږي، څو له يوناما سره په همغږۍ د تېرې ورځې د وژنې (پر سيدالشهدا ښوونځي بريد) په اړه د حقيقت موندنې يو ماموريت ترسره کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP