کابل (پژواک، ٢١ غويى ١٤٠٠) : د ا فغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د افغان حکومت او طالبانو له خوا د اوربند د هرکلي ترڅنګ پر دايمي اوربند ټينګار کړى دى.
خليلزاد دغه څرګندونې وروسته له هغه کړې دي چې طالبانو او افغان حکومت د نېکمرغه کوچني اختر په لومړيو درېيو ورځو کې د اوربند اعلان وکړ.
هغه د دغه اوربند د هرکلي ترڅنګ ويلي چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې تاوتريخوالى زيات او بيه يې ملکي افغانانو پرې کړې ده.
خو نوموړي په خپل ټويټر کې ليکلي چې افغانان يوې سياسي هوکړې او دايمي اوربند ته سخته اړتيا لري.
خليلزاد ويلي : (( موږ غواړو چې د افغانانو ترمنځ مذاکراتو ته پرمختګ ورکړل شي او دا روانه بې معنى جګړه پاى ته ورسېږي. ))
د امريکا ځانګړي استازي يو ځل بيا د افغانستان پر سولې ټينګار کړى او ويلي یې دي چې افغانان هم همدا غواړي او امريکا يې ملاتړ کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP