ژبه

د زمري ۲۸مه؛ ا.ا: ځوانان او راتلونکي نسلونه دې د هر ډول تېري او اشغال پر وړاندې په ټینګه ودرېږي

احمد صهيب حسرت

۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۰:۴۹

Views: ۸

کابل (پژواک، ۲۸ زمری ۱۴۰۵): اسلامي امارت د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۷مې کلیزې په مناسبت ویلي، د هېواد خپلواکي د افغانانو د مبارزو او قربانیو په پایله کې ترلاسه شوې او ځوانان او راتلونکي نسلونو دې د خپلو اسلافو په څېر د هر ډول تجاوز او اشغال پر وړاندې په ټینګه ودرېږي.

د اسلامي امارت په اعلامیه کې راغلي: «له نن څخه یوسل او اووه کاله وړاندې په همدې ورځ (د زمری ۲۸مه) د افغانستان مسلمان او غیورو خلکو د الله پاک په نصرت سره د یوې قوي جهادي معرکې په برکت د وخت استعمار برېتانوي امپراطوري دې ته مجبوره کړه چې د افغانستان بشپړ استقلال ومني او زموږ د وطن د بهرني سیاست صلاحیت چې هغه مهال د انګرېزانو له خوا سلب شوی و، بېرته افغانانو ته اعاده کړي.»

اسلامي امارت د دې بریا د ۱۰۷مې کلیزې رارسېدو له امله ټولو افغانانو ته مبارکي ویلې از زیاته کړې یې ده چې دغه کامیابي د افغان مجاهدینو د جهاد، سرښندونو او قربانیو په نتېجه کې ترلاسه شوې وه او تر نن ورځې زموږ خلک پرې ویاړې او ستاینه یې کوي.

په اعلامیه کې راغلي: «له دغې بریا وروسته افغانانو په دوو نورو سترو محاذونو کې (د شوروي اتحاد په مقابل کې او بیا د امریکايي اشغال پر وړاندې) هم پرله‌پسې بریاوې ترلاسه کړې چې الحمدالله د افغانانو په تاریخ کې د مېړانو او سرښندونو ستر باب ترې جوړ شو. په یوه پېړۍ کې د نړۍ  درېیو سترو قوتونو ته ماتې ورکول لومړی د الله جل جلاله نصرت او احسان دی او بیا د دې مجاهدو خلکو کلک ایماني هوډ او غیرت و چې د خپل دین او عقیدې په ساتنه کې یې څرګند کړ.»

په اعلامیه کې زیاته شوې، اوس د دې وخت دی چې ځوانان او راتلونکي نسلونه د خپلو اسلافو پر پلونو ګام کېږدي او د هر ډول تجاوز او اشغال پر وړاندې په ټینګه اراده او قوي هوډ ودرېږي.

اسلامي امارت زیاته کړې: «نن د اسد ۲۸مه د استقلال ورځ داسې مهال نمانځو چې څلور ورځې وړاندې مو له امریکايي اشغال څخه د فتحې ورځ ونمانځله، موږ باید د الله تعالی ډېر شکر ادا کړو چې داسې ستر نعمتونه یې راباندې لورولي دي، نو باید د مقدس شریعت کلکه پابندي وکړو او هره کامیابي د الله جل جلاله احسان او نصرت وبولو.»