ژبه

کرزی: د نجونو او ښځو پر زده‌کړو او کار محدودیتونه د اسلامي امارت د نړۍوال مشروعیت بهیر سختوي

زرغونه صالحى

۳۰ زمری ۱۴۰۵ - ۱۲:۲۷

Views: ۳۳

کابل (پژواک، ۳۰ زمری ۱۴۰۵): د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ويلي، د نجونو او ښځو پر زده‌کړو او کار وضعه شوي محدودیتونه د اسلامي امارت لپاره د نړۍوال مشروعیت ترلاسه کولو بهیر ستونزمنوي.

«سټریټس ټایمز» ورځپاڼې د بلومبورګ په حواله راپور ورکړی چې کرزي د بلومبورګ د «میشال حسین» له خپرونې سره په خبرو کې ویلي، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې یې تل د دغه حکومت له چارواکو سره اړیکې ساتلې او هر وخت چې ورته فرصت برابر شوی، له هغوی یې غوښتي چې پر ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه کم کړي.
کرزي ویلي، زده‌کړې او د کار په بازار کې د ښځو ونډه د افغانستان د راتلونکي لپاره ډېر مهمه دي.
هغه زیاته کړې: «ما له هماغه پیله دا کار کړی دی؛ څو ځله مې له هغوی سره خبرې کړې او د افغانستان لپاره مې د زده‌کړو پر اهمیت او د افغان ښځو، چې د ټولنې نیمايي برخه جوړوي، کار ته د بېرته ستنېدو پر اهمیت ټینګار کړی دی.»
کرزي ویلي، د اسلامي امارت یو شمېر چارواکي د دې موضوع پر اهمیت پوهېږي او په دې برخه کې د هغه له نظر سره موافق دي.
کرزي زیاته کړې چې د اسلامي امارت په رسمیت پېژندنه او نړۍوال مشروعیت په افغانستان کې د ځینو شرایطو له پوره کېدو سره تړاو لري او نړۍوالې ټولنې او ملګرو ملتونو هم څو ځله له نجونو ته د زده‌کړو او ښځو ته د کار د حق د بېرته ورکړې غوښتنه کړې ده.
کرزي په دې مرکه کې له پاکستانه هم غوښتي چې د افغانستان د کمزوري کولو پر ځای له دغه هېواد سره د «متمدنو اړیکو» رامنځته کولو هڅه وکړي