ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اتمر : پر فلسطينيانو د اسراييل بريدونه د منلو نه دي

اتمر : پر فلسطينيانو د اسراييل بريدونه د منلو نه دي

author avatar
15 May 2021 - 14:07
اتمر : پر فلسطينيانو د اسراييل بريدونه د منلو نه دي
author avatar
15 May 2021 - 14:07

کابل (پژواک، ٢٥ غويى ١٤٠٠) : د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر، د فلسطین د بهرنیو چارو له وزیر ریاض المالکي سره د يوې تلیفوني اړيکې په ترڅ کې، د روژې په مبارکه میاشت او د اختر په ورځو کې پر فلسطینيانو د اسراييلي ځواکونو د بریدونو او یرغلونو دوام غندنه وکړه .

د بهرنيو چارو وزارت لخوا د غويي په ٢٥مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې حنيف امر دا خونړۍ بریدونه د اسلامي هېوادونو او سوله غوښتونکي ملتونو لپاره د نه‌منلو وړ وباله او په سیمه کې د تاوتریخوالي د سمدستي پای غوښتنه وکړه.

اتمر د ښځو او ماشومانو په ګډون د لسګونو فلسطیني ملکي وګړو د وژل کېدو له امله، د فلسطین له حکومت او خلکو سره د ولسمشر محمد اشرف غني او د افغانستان د خلکو ژوره خواشیني څرګنده کړه او ټپیانو ته يې د الله تعالى له دربار څخه د چټکې روغتیا هیله وکړه.

د هېواد بهرنیو چارو وزیر همداراز د فلسطین له ځوريدلي ولس سره د افغانستان د خلکو پیوستون په داګه کړ او ویې ویل چې افغانستان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ١٩٦٧ پریکړه لیک سره سم، د مشخص شويو سرحدونو په چوکاټ کې د یوه خپلواکه دولت د لرلو لپاره د فلسطین د خلکو مشروع حق څخه ملاتړ کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د فلسطين د بهرنيو چارو وزير المالکي د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر څخه د هغه د خواخوږۍ له امله مننه وکړه او د فلسطین د خلکو د مشروع حقونو لپاره یې د اسلامي هیوادونو او د نړۍ د سوله پالو هېوادونو ملاتړ مهم او ارزښتناکه وباله.

سرچينې ويلي، اتمر ښاغلي مالکي ته بلنه ورکړه چې په یو مناسب فرصت کې افغانستان ته سفر وکړي.

د يادونې وړ ده، چې له تېرو څو ورځو راهيسې اسراييلي ځواکونه په غزه کې پرفلسطيني مسلمانانو هوايي او ځمکونه بريدونه کړي چې تر اوسه ١٥٠ تنه وژل شوي او تر زرو پورې ټپيان شوي دي.

Views: 40

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.