Language

 دوستم ته نږدې پاڅون کوونکی قوماندان د خپل ساتونکي له خوا وژل شوی 

شبرغان (پژواک، د غبرګولي لومړی نېټه ۱۴۰۰): په جوزجان کې امنیتي سرچینو تائید کړې چې مارشال دوستم ته نږدې د پاڅون کوونکو یو قوماندان د خپل ساتونکي له خوا وژل شوی دی.

سرچینې چې ويې نه غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، پژواک خبري اژانس ته وویل: «د پاڅون کوونکو قوماندان اق محمد چې د اقچې ولسوالۍ په بوین کلي کې د خپلو کسانو په تجهیزولو بوخت و، له طالبانو سره د تېرې شپې له نښتې وروسته د خپل یوه محافظ په واسطه وژل شوی دی.»

سرچینې زیاته کړه چې دغه شخص د خپل قوماندان له وژلو وروسته له سیمې څخه تښتېدلی او ځان یې طالبانو ته تسلیم کړی دی.

د سرچینې په خبره، وژل شوی کس د مارشال عبدالرشید دوستم نږدې شخص و او په دغه سیمه کې یې له ډېرې مودې څخه فعالیت درلود.

د سرچینې د خبرو مطابق، ممکن قاتل د طالبانو نفوذي شخص و چې په مناسب فرصت کې یې د خپل قوماندان د وژل کېدو لامل شو او وروسته له طالبانو سره یوځای شو.

طالبانو تراوسه د دغې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه طالبانو په دغه سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي چې په پایله کې یې د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي او د دغې سیمې د څلورو تنو په ګډون لس کسان ټپيان شوي دي.