لښکرګاه (پژواک، ٣ غبرګولى ١٤٠٠): د هلمند امنيتي مسوولين ادعا کوي چې وسله والو طالبانو په نهرسراج ولسوالۍ کې يو قومي مشر او ورور يې وژلي دي.
د نهرسراج ولسوالۍ امنيه قوماندان محمد اسماعيل خپلواک د غبرګولي په درېيمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره ورځ د شعيه ګانو د شورا غړى ميرزاخان او ورور يې پر ډزو وژلي دي.
دى وايي چې د پېښې په تور تر اوسه څوک نه دي نيول شوي، خو په اړه يې د پوليسو پلټنې روانې دي.
خو د هلمند د سرحدونو او قبايلو چارو رييس نويد نظري پژواک ته وويل، تر اوسه معلومه نه ده چې دغه قومي مشر او ورور يې د چا له لوري وژل شوي دي.
هغه زياتوي: ((ميرزا خان يو متنفذ او مخور شخص و چې د خلکو پراخ ملاتړ يې له ځانه سره درلوده، خو تر اوسه معلومه نه ده چې د چا له لوري وژل شوي دي.))
بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده چې په دې وروستيو کې په ټول هېواد کې د هدفي وژنو کچه لوړه شوې چې خلک يې سخت اندېښمن کړي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن