Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په لغمان کې يو ديني عالم وژل شوی

مهترلام (پژواک، ۸ غبرګولی ۱۴۰۰): د لغمان امنيتي چارواکي وايي چې مرکز مهترلام کې تېره شپه يو ديني عالم د ناپېژاندو وسله والو له لوري وژل شوی دی.

د لغمان د امنيه قوماندانۍ وياند شفيع الله افغانيار د غبرګولي په ۸مه پژواک اژانس ته وويل چې تېره شپه ماخوستن مهال د مرکز مهترلام اړوند ګومين سيمه کې ناپېژاندو وسله والو يو ديني عالم وژلی دی.

هغه زياته کړه چې دغه ديني عالم له جومات څخه کور ته پر لاره و چې د کور د دروازې مخې ته پرې ډزې شوې دي.

د امنيه قوماندانۍ وياند وايي، پوليس سيمې ته رسېدلي او د پېښې څېړنه يې پيل کړې ده.

د وژل شوي ديني عالم د کورنۍ يو غړي مولوي عبدالاحد عتيد وايي چې د ترور زوی يې قاري غورځنګ په خپل کلي کې د جومات ملاامام و او ماشومانو ته يې د قرانکريم زده کړه هم ورکوله.

د دغې پېښې مسووليت چا نه دی منلی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.