ژبه

راشدخان د شل‌اوریزو او یو ورځینو لوبو د توپ‌اچوونکو درجه‌بندۍ کې لومړۍ مقام خپل کړی

کابل (پژواک، ۱۷ غویی ۱۴۰۵): د کرکټ نړۍوالې شورا په تازه درجه‌بندۍ کې راشدخان په شل‌اوریزو او یو ورځنیو لوبو کې د توپ‌اچوونکو په ډله کې لومړی مقام خپل کړې دی.

د کرکټ نړۍوالې د تازه درجه‌بندۍ له مخې، راشدخان په یو ورځنیو لوبو کې د ۷۰۵ نومرو او همدارنګه په شل‌اوریزو لوبو کې د ۷۵۳ نومرو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام ترلاسه کړی دی.

دغه‌راز، د شل‌اوریزو لوبو په درجه‌بندۍ کې بل افغان ورو توپ‌‌اچوونکی مجیب ځدراڼ په نهم مقام کې راغلی دی.

همدارنګه د یو ورځنیو لوبو د الروانډرانو په درجه‌بندۍ کې بیا عظمت عمرزی په خپل لومړي مقام کې پاتې دی.