ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بادغیس کې د ماین چاودنې له امله ۱۱ ملکي وګړي وژل شوي

author avatar
6 Jun 2021 - 11:12
author avatar
6 Jun 2021 - 11:12

هرات (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۰) : په بادغیس ولایت کې د ماین چاودنې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي دي.

د بادغیس والي حسام الدین شمس پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه چاودنه پرون تر غرمې وروسته د ملکي وګړو پر هغه موټر شوې چې له ابکمري ولسوالۍ څخه د ولایت د مرکز قلعه نو پر لوري روان و.

هغه زیاته کړه، چاودنه د چرانک و ګنداب په کلي کې شوې چې له امله یې ۱۱ ملکي وګړي وژل شوي دي.

والي وايي چې په وژل شویو کسانو کې درې ماشومان، څلور ښځې او څلور نارینه شامل دي.

شمس وویل چې له چاودنې وروسته موټر لاندې کندې ته لوېدلی او کېدای شي مرګ ژوبله له دې هم ډېره وي.

د هغه په وینا، دغه ماین د وسله والو طالبانو له خوا ځای پر ځای شوی و، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.