منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۵۳ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

امریکا کې د ډزو پېښه؛ اته کسان وژل شوي او بریدګر هم ځان‌وژنه کړې ده

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۱ کتنې

کابل (پژواک، ۱۹ تله ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د امریکا د پنسلوانیا ایالت په اېري ښار کې د ډزو یوه پېښه کې د یوې میندوارې ښځې او څو ماشومانو په ګډون اته کسان وژل شوي او بریدګر هم له پېښې وروسته ځان‌وژنه کړې ده.

د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، د اېري ښار د پولیسو مشر ریک لوره د شنبې په ورځ ویلي چې بریدګر ۴۵ کلن و او له اوو قربانیانو سره یې کورنۍ اړیکې لرلې؛ اتم قرباني د دې کورنۍ ملګری و.

د هغه په خبره، په قربانیانو کې یو پنځه کلن هلک، یوه یوه‌کلنه نجلۍ، دوه ښځې او دوه ځوانان هم شامل دي. د دوو نورو ښځو مړي له کوره بهر موندل شوي دي.

پولیسو ویلي چې د پېښې انګېزه لا نه ده روښانه شوې او په اړه یې څېړنې روانې دي.

د سیمې څارنوالې الیزابت هیرز له خلکو غوښتي چې د پېښې په اړه د اوازو او ناتایید شوو معلوماتو له خپرولو ډډه وکړي.

د پنسلوانیا والي جاش شاپیرو هم د قربانیانو له کورنیو او سیمه‌ییزو چارواکو سره د خپل حکومت بشپړ ملاتړ څرګند کړی دی.

د یادونې ده، اېري ښار د امریکا د پنسلوانیا ایالت په شمال کې، د پیټسبورګ ښار شاوخوا ۱۹۰ کیلومتره لرې موقعیت لري.