کابل (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۰): وسله والو طالبانو د دې ترڅنګ چې وايي دوی تر بل هر چا زيات د جګړې د زيانونونو په اړه عملي تجربه لري، د تاجکستان او قرغزستان له چارواکو غوښتي چې خپلې ستونزې ته د تفاهم او خبرو له لارې حل پيدا کړي.
د دې ډلې د وياند قاري یوسف احمدي له خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له څه مودې راهیسې زموږ د ګاونډيو اسلامي هېوادونو تاجکستان او قرغزستان ترمنځ ستونزه را ولاړه شوې چې دواړه هېوادونه يې د جګړې تر پولې رسولي دي.
سرچينه زياتوي، دوی په دواړو اسلامي او وروڼو هېوادونو غږ کوي چې هڅه وکړي خپلې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي.
طالبان وايي: "موږ تر بل هر چا زیات د جګړې د زیانونو په اړه عملي تجربه لرو."
دوی زياته کړې، د جګړې پيل ممکن اسانه ښکاره شي، خو د جګړې عملي جریان او ورڅخه پاتې ناورینونه او زیانونه په مراتبو له هغو زیانونو څخه زیات دي چې د تفاهم په صورت کې به يې دواړه اړخه وګالي.
طالبانو ويلي: "بناءً موږ د خپلې تجربې له مخې د دواړو هېوادونو له مشرانو څخه هیله کوو چې د خپلو ملتونو اوږد مهاله ګټې، ارامي او امنیت په نظر کې ونیسي او ستونزې ته د تفاهم او خبرو له لارې معقول او منطقي حل پیدا کړي، دا به د دواړو هېوادونو او ملتونو په خیر وي."