ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلیلزاد: له افغانستان سره امنیتي، اقتصادي او بشري مرستو ته دوام ورکوو

خلیلزاد: له افغانستان سره امنیتي، اقتصادي او بشري مرستو ته دوام ورکوو

author avatar
14 Jun 2021 - 12:13
خلیلزاد: له افغانستان سره امنیتي، اقتصادي او بشري مرستو ته دوام ورکوو
author avatar
14 Jun 2021 - 12:13

کابل (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۰) : د افغان سولې لپاه د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي چې هېواد یې له افغانستان سره امنیتي، اقتصادي او بشري مرستو ته ادامه ورکوي.

خلیلزاد دغه څرګندونې قزاقستان ته د سفر پر مهال د دغه هېواد له چارواکو سره د افغان سولې په اړه تر خبرو وروسته په پلازمېنه نور سلطان کې د یوې خبري غونډې پر مهال کړې دي.

هغه د افغان سولې د پیاوړتیا لپاره د قزاقستان په ګډون د سیمې هېوادونو رول مهم وباله او زیاته‌یې کړه: “په افغانستان کې د پرمختیا هدف ته د رسېدو لپاره موږ له نورو هېوادونو سره ګډ کار کوو او زه دلته د دې لپاره راغلی یم چې له چارواکو سره په دې اړه چې په ځانګړې توګه متحده ایالات او قزاقستان په ګډه او هم قزاقستان په یوازې سر د سولې د بهیر د پرمختګ او د اقتصادي ښې راتلونکې او د افغانستان له وګړو سره څه مرسته کولای شي، خبرې وکړم.”

ده زیاته کړه، د خپلو ځواکونو تر ایستلو وروسته به امریکا جنګ ځپلی افغانستان یواځې نه پرېږدي.

ټاکل شوې ده، چې د ولسمشر بایډن د اعلان له مخې، د روان زیږدیز کال تر سپټمبر میاشتې پورې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي.

زلمي خلیلزاد ویلي : ” زموږ ځواکونه له افغانستان څخه وځي، خو امریکا له افغانستانه نه وځي، موږ به د افغانستان سولې او ملي روغې جوړې لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکوو. ”

د امریکا ځانګړي استازي ویلي، چې له افغانستان سره به امنیتي، اقتصادي او بشري مرستو ته ادامه ورکړو.

دا په داسې حال کې ده، چې د  امریکا د بهرنیو چارو وزارت څو ورځې مخکې له افغانستان سره د ۲۶۰ میلیونه ډالرو بشري مرستې اعلان وکړ.

خلیلزاد دا هم ویلي چې د افغانستان په تړاو یې د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره هم سلا مشورې کړې دي او دا لړۍ به ادامه ولري.

د هغه په وینا، د افغانستان د سولې په تړاو امریکا او روسیه په ګډه کار کوي.

د یادونې ده چې زلمی خلیلزاد شاوخوا لس ورځې مخکې کابل ته راغلی و او دلته یې له ولسمشر اشرف غني او نورو سیاسي مشرانو سره سلا مشورې وکړې.

هغه بیا قطر ته ولاړ او هلته یې د افغان دولت او طالبانو له مذاکراتي ټیمونو سره خبرې اترې کړې دي.

Views: 74

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.