منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۲۲ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۵° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مشر د ایکو سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره قزاقستان ته ولاړ

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۸ کتنې

کابل (پژواک، ۲ تله ۱۴۰۵): د اسلامي امارت د ټولګټو چارو وزارت وايي چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئیس د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په سیمه‌ییزه غونډه کې د ګډون لپاره د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ قزاقستان ته تللی.

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس پر خپله اېکس‌پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو لیکلي چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئیس مولوي عبدالکریم فاتح به په یاده غونډه کې د هېواد د اوسپنې پټلۍ د اوسني وضعیت، روانو پروژو او راتلونکو پلانونو په اړه وینا وکړي.

هغه زیاته کړې چې فاتح به د دې غونډې په څنډه کې د ایکو سازمان د غړو هېوادونو له استازو سره د سیمه‌ییز اتصال د پراختیا، سوداګرۍ، ټرانزیټ او اقتصادي همکاریو په اړه خبرې وکړي.

د ده په وینا، تمه کېږي چې په دې غونډه کې د افغانستان ګډون به د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د ګډو همکاریو د پراختیا، پانګونې د راجلبولو او د سیمه‌ییز اتصال د پیاوړتیا لپاره زمینه برابره کړي.