ژبه

په ننګرهار کې د صادراتي توکو د اسنادو طی مراحل کولو واحد مرکز جوړ شو

جلال اباد (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۰): په ننګرهار ګمرک کې د صادراتي توکو اړوند د اسنادو د طی مراحل کولو واحد مرکز جوړ شو چې چارواکي وايي، د سوداګرو د لسو ورځو کار په لسو دقيقو کې خلاصېږي.

دغه مرکز چې د ۱۲ ميليونه افغانیو په لګښت ورته ودانۍ هم جوړه شوه د ماليې، سوداګرۍ او کرنې وزارتونو، ننګرهار ولايت او سوداګرۍ خونې د ګډې هوکړې له مخې رامنځته شوی چې د اتو ادارو کارونه به په يو ځای کې تر سره کېږي.

د مرکز پرانېسته د غبرګولي په ۳۰مه د اړوندو ادارو د استازو او ننګرهار ولايت چارواکو له لوري وشوه.

د ننګرهار والي ضياء الحق امرخېل وويل، چې د صادراتي توکو اړوند د اسنادو د طی مراحل کولو واحد مرکز چې په ۱۲ ميليونه افغانيو لګښت يې ودانۍ جوړه شوه په افغاني فکر او د حکومت په بوديجه جوړ شوې، هېڅ بهرنی ملاتړ په کې نه دی دخيل شوی.

د هغه په خبره، دغه مرکز به وکولی شي چې سوداګرو ته د لس ورځو کار تر يو چتر لاندې په لس دقيقو کې تر سره کېږي.

د والي د معلوماتو له مخې، د دغه مرکز لپاره جوړه شوې ودانۍ په ۳۰۰ متره مربع ځمکه کې په شپږو مياشتو کې جوړه شوې چې ۱۸ کسان به په کې کار کوي.

د ماليې وزارت مرستيال عالم شاه ابراهيمي وويل، چې دغه مرکز د سوداګرو اړتيا، ستونزو او غوښتنو ته په کتو د ولسمشر په ځانګړي امر رامنځته شوی چې جوړېدل يې د سوداګرو د ستونزو د حل لپاره ډېر ګټور دي.

د سوداګرۍ وزارت مرستيال سليمان بنشاء وويل، ورته مرکزونه تر دې وړاندې پلازمېنه کابل او تر هغه وړاندې کندهار ولايت کې هم جوړ شوي چې په جوړېدو سره يې سوداګر ته ډېرې اسانتیاوې رامنڅته شوې دي.

خو سوداګر وايي چې د دوی ستونزې يوازې د دغه مرکز په رامنځته کېدو سره نه حل کېږي، بلکې له جلال اباد څخه تر تورخم پورې د سوداګريزو توکو لېږد او هلته د موټرو تمځای په برخه کې د اسانتياوو رامنځته کول هم د دوی غوښتنې دي.

د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې استازي ډاکټر مخلص احمد وويل چې د سبزيجاتو او ميوو کومې لارۍ چې تر تورخم پورې ځي نو پنځه ځايه تالاشي او توکي په سيخ وهل کېږي چې بيا په نورو بازارونو کې د سيالۍ وړ نه وي او بیه یې کمیږي.

په ننګرهار کې د ښځينه سوداګرو د خونې مشرې پلاتون بيدار غوښتنه وکړه چې حکومت دې د نارينه سوداګرو ترڅنګ د ښځينه سوداګرو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کېدو برخې ته پاملرنه وکړي.

په دې غونډه کې د ماليې وزارت چارواکو ژمنه وکړه چې ننګرهار ګمرک کې به د اصلاحاتو رامنځته کېدو او فساد مخنيوي برخه کې لا ډېر کارونه تر سره کړي.

ورته موضوع