Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په تېره يوه اوونۍ کې ۵۷۲ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي

کابل (پژواک، ٣ چنګاښ ١٤٠٠): د عامې روغتيا وزارت د رسمي شمېرو له مخې، په تېره يوه اوونۍ کې ۱۲۵۷۹ کسان په کرونا اخته شوي او ۵۷۲ نور يې له امله مړه شوي دي.

د خپرو شوو شمېرو له مخې، د تېرې جمعې په ورځ ۱۶۷۷ کسان، د شنبې په ورځ ۱۳۸۴ کسان، د يکشنبې په ورځ ۱۹۲۷ کسان، د دوشنبې په ورځ ۱۸۴۷ کسان، د سه شنبې په ورځ ۲۲۰۲ کسان، د چهار شنبې په ورځ ۱۵۷۵ کسان او نن پنج شنبه ۱۹۶۷ کسان په کرونا ويروس اخته شوي دي.

دغه راز د تېرې جمعې په ورځ ۸۷ کسان، د شنبې په ورځ ۹۲ کسان، د يکشنبې په ورځ ۹۳ کسان، د دوشنبې په ورځ ۷۸ کسان، د سه شنبې په ورځ ۷۳ کسان، د چهارشنبې په ورځ ۸۶ کسان او نن د پنجشنبې په ورځ ۶۳ کسان د کرونا ويروس امله مړه شوي دي.

د يادو ارقامو له مخې، په تېره يوه اوونۍ کې ۱۲۵۷۹ کسان په کرونا اخته او ۵٧۲ نور مړه شوي دي.

همدارنګه د عامې روغتيا وزارت له لوري د چنګاښ په ۳ مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ۶۱۹۷ شکمنې پېښې معاینه شوې چې ۱۹۶۷يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۱۱۱۵۹۲ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شويو پېښو کې ۲۳۷ کسان په کابل، ۱۹۵ په بدخشان، ۱۵۶ په تخار، ۱۵۴ په بامیان، ١١٥ په کندهار، ۱۰۸ په ننګرهار، ۱۰۴ په غزني، ۸۰ په کاپیسا، ۷۶ په غور، ۷۵ په بلخ،  ۷۴ په میدان وردګ، ۶۲ په لوګر، ۵۸ په کونړ، ۵۷ په پکتیکا، ۵۲ په بغلان، ۵۰ په نیمروز، ۴۶ په فاریاب،  ۴۳ په زابل، ۳۹ په هلمند، ۳۸ په فراه، ۳۱ په پکتیا، ۲۹ په جوزجان، ۲۵ په نورستان، ۱۹ په خوست، ۱۸ په دایکنډي، ۱۶په پنجشېر، ۱۴ په کندوز، ۹ په اروزګان او ۵ کسان په هرات ولايت کې په کرونا ويروس اخته شوي دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ۶۹۷ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ناروغۍ د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ٦٦٧٩٩ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ۶۳ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ۴۵۱۹ ته ورسېد.

د يادونې ده، تر اوسه په ټوله نړۍ کې څه باندې ١٧٨ ميليون کسان په کرونا اخته شوي چې له دې شمېر څخه ١٦٤ ميليونه يې بېرته روغ شوي، خو څه باندې ٨،٣ ميليونه نور يې له امله مړه شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.