Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اسټن: له افغان امنیتي ځواکونو سره د همکاریو نوی فصل پرانیستل شوی

کابل (پژواک، ۵ چنګاښ ۱۴۰۰) : د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټن ویلي چې دوی به له افغان حکومت او افغان ملي ځواکونو سره همکار پاتې شي او د ګډ هدف لپاره به په ګډه کار کوي.

ولسمشر اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله له افغان پلاوي سره امریکا ته د خپل سفر په دویمه ورځ پرون په واشنګټن کې د دغه هېواد دفاع وزارت ته ولاړل او هلته یې د دفاع له وزیر لویډ اسټن سره ولیدل.

د امریکا دفاع وزیر په دغې لیدنه کې وویل چې هېواد یې د افغانستان د ملي دفاعي ځواکونو پر جوړښت مهمه پانګونه کړې څو په دغه هېواد کې سوله او ثبات رامنځته شي.

هغه یو ځل بیا ژمنه وکړه، چې د امریکا او افغانستان ترمنځ به په دفاعي برخو کې ملګرتیا ادامه ومومي.

اسټن چې پخوانی پوځي جنرال هم پاتې شوی، په دغې لیدنه کې د افغان او امریکایي ځواکونو د قربانیو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې ده د افغانستان د ملي ځواکونو د لومړۍ لواء تر رامنځته کېدو وروسته ورسره لیدنه کړې وه.

د امریکا دفاع وزیر وویل چې امریکا به له افغان امنیتي ځواکونو سره هر ډول امنیتي همکاریو ته ادامه ورکړي او له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د همکاریو نوی فصل پرانیستل شوی دی.

ده زیاته کړې : "موږ به له افغان حکومت او افغان ملي ځواکونو سره همکار پاتې شو او د ګډ هدف لپاره به په ګډه کار کوو. "

ولسمشر اشرف غني په دې لیدنه کې د هغو امریکایي سرتېرو د قربانیو ستاینه کړې چې په افغانستان کې وژل شوي دي.

هغه په تېر اپریل میاشت کې د امریکا د ولسمشر جوبایډن پرېکړه چې له افغانستان څخه به تر سپټمبر میاشتې پورې خپل سرتېري باسي، وستایله او ویې ویل چې دغه  کار له جګړې څخه سولې ته زمینه برابره کړه.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.