کابل (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۰) : د سعودي حکومت د کرونا وبا د خپرېدو له امله د افغانستان په ګډون پر یو شمېر نورو هېوادونو هم سفري بندیزونه ولګول.
په سعودي کې د افغانستان سفیر احمد جاوېد مجددي د چنګاښ په ۱۲مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې د سعودي حکومت دغه پرېکړه پرون کړې او سر له سبا یوولسو بجو به عملي کیږي
هغه زیاته کړه، د دغې پرېکړې له مخې، له افغانستان، متحده عربي اماراتو او فلپین څخه هیڅوک د ځمکې، فضا او بحر له لارې دغه هېواد ته نه شي تللی.
د مجددي په وینا، که چېرې د دغو هېوادونو اوسېدونکي بل هېواد ته تللی وي او هلته یې ۱۴ ورځې تېرې کړې وي، بیا کولی شي چې سعودي عربستان ته سفر وکړي.
د افغانستان سفیر وایي چې سعودي تر دې مخکې پر پاکستان، هندوستان، چین، بریتانیا او یو شمېر نورو هېوادونو هم ورته بندیزونه لګولي وو.
هغه وویل، دا چې په افغانستان کې د کرونا د ناروغانو شمېره ورځ تر بلې زیاتیږي او یوه نوې ناروغي رامنځته شوې، نو د سعودي حکومت اړ شو چې دا پرېکړه وکړي.
مجددي زیاتوي چې په افغانستان کې د کرونا وضعیت په ښه کېدو سره به د سعودي عربستان حکومت په خپل تصمیم له سره غور وکړي.
د یادونې ده چې څو اوونۍ مخکې سعودي عربستان حکومت افغان مسافرینو ته د دوو اوونیو قرنطین شرط ایښی و.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن