Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د جوزجان مرستیال والي: لسګونو وسله وال مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د جوزجان مرستیال والي: لسګونو وسله وال مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
6 Jul 2021 - 17:58
د جوزجان مرستیال والي: لسګونو وسله وال مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
6 Jul 2021 - 17:58

شبرغان (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۰): د جوزجان مرستیال والي وایي چې  شبرغان ښار کې د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ نښته کې د دولت اتیا وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده؛ خو طالبان دغه ادعا ردوي.

د دغه ولایت  مرستیال  والي عبدالقادر مالیه پژواک خبري اژانس  ته وویل چې دغه جګړه د دواړو لورو ترمنځ هغه وخت رامنځته شوه چې طالبانو د شبرغان ښار د «سه شنبې تپه» کلي  پر امنیتي پوستو بریدونه پیل کړل.

ده زیاته کړه چې په دې نښته کې هوایي ځواک هم برخه لرله،  لږ تر لږه اتیا طالبانو ته  مرګ ژوبله اوښتې او هغوی له دغو تلفاتو ورکولو وروسته  سیمه پرېیښې ده.

خو سرچینې وویل چې د مرګ ژوبلې د کره ارقامو په اړه معلومات نه لري.

مالیه زیاته کړه چې په دې سیمه کې اوس  وضعیت  ارام دی او امنیتي منسوبین د خپلو پوستو ټینګولو په حال کې دي.

د سه شنبې تپې  کلي اوسېدونکي شکرالله  پژواک ته وویل: «د سیمې خلکو خپل کورونه پريښي او د شبرغان ښار ته تللي دي دلته خلک بې پښو او بې لاسو پاتې دي چې ډېر کمزوري  مالي امکانات  لري او په ډېرو ستونزو سره د بېګاه ډودۍ پيداکوي.»

نوموړي هیله وښوده چې ډېر ژر دې دواړه لوري تفاهم ته ورسېږي څو  په هېواد کې پایداره سوله تامین شي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد خپل تلفات ردوي او وایي چې نښته شوې ده خو دولتي ځواکونه له سیمې څخه تښتېدلي دي.

د سرپل ـ شبرغان لویه لاره له یوې میاشتې راهیسې نا امنه شوې او د یادو ځایونو اوسېدونکي له امنیتي تهدیدونو نه خپلو کورونو پرېښودلو ته مجبور شوي.

د جوزجان ولایت یاد چارواکی په داسې حال کې د لسګونو طالبانو د وژل کېدو او ټپي کېدو خبر ورکوي چې په دې وروستۍ یوه میاشت کې  په ډېری ولایتونو کې جګړې زور اخیستی چې په پایله کې یې نږدې ۱۵۰ ولسوالۍ طالبانو نیولې ډي .

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.