Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ازادې جرګې ګډونوال: د سولې روانه پروسه تر اوسه بې پايلې ده

جلال اباد (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۰): ننګرهار کې د کابل د سولې انسټيټیوټ له لوري د سولې په تړاو د جوړې شوې ازادې جرګې ګډونوالو نيوکه وکړه چې د ميليونونه ډالرو په لګولو سره تر اوسه د سولې پروسه بې پايلې ده.

د ختیځو ولایتونو ګڼ شمېر قومي مشرانو، مېرمنو او مدني فعالانو د چنګاښ په ۱۷مه د یوې راټولېدنې پر مهال د جګړې له ښکېلو خواوو د روانې جګړې درولو غوښتنه وکړه.

دوی د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د جګړو شدت اندېښمن کړي او له ښکېلو خواوو غواړي چې د  جګړې پای ته رسېدو لپاره دې تر هر څه وړاندې اوربند وکړي.

د یاد پروګرام مسوول او د کابل سولې انسټیټیوټ غړي حبیب الله قاضي زاده وویل، دوی په بېلابېلو ولایتونو کې د سولې په بهیر کې د ولسي خلکو د ونډې او غوښتنو په تړاو پروګرامونه کړي او راټول کړي نظریات به په مذاکراتو کې د بحث لپاره تر لوړو پوړو مسوولینو ته ورسوي.

هغه زياته کړه: "زمونږ هدف له دغه پروګرام څخه دا دی چې د خلکو نظریات د سولې په اړه راټول کړو او له دې لارې یې د سولې مذاکراتي ټېم ته ورسوو، څو هغوی د خلکو له وړاندیزونو او نظریاتو په ګټې اخیستنې د سولې په برخه کې لا جدي کار وکړي."

دغه راز د دې جرګې يوه ګډونوال حشمت الله افغان وويل چې د کلونو په تېرېدو او د ميليونونو ډالرو په لګولو سره تر اوسه د سولې پروسه بې پايلې ده.

همدارنګه د غونډې يوې ګډونوالې تورپيکۍ وويل، په هېواد وروستيو نا امنيو د نورو ترڅنګ د ښځو پر ژوند بدې اغېزې کړي دي.

دې وويل: "نا امنيو د ښځو پر زده کړو او نورو کاروبار منفي اغېز کړی او له ستونزو سره یې مخ کړي دي."

د يادونې ده، له څه باندې دوو کلونو راهيسې د قطر هېواد په دوحې ښار کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې په تړاو وقفه يې خبرې روانې دي خو تر اوسه يې ښکاره پايله نه ده لرلې.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.